Home خانه

جمهوررئیس غني د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ

جمهوررئیس غني د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ

Dr. Wakil 400 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوګر د ولایتي شورا مرستیال مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ.
جمهور رئیس غني په شهید محمد داوودخان روغتون کې د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل اروا ته د دعا پرمهال وویل، ډاکټرعبدالولي وکیل هېواد او خلکو ته د خدمت او صداقت ژمنه لرله. هغه د اخلاقو نمونه و او هیچا هم تونده خبره ترې وانه ورېده.
جمهور رئیس د هغه پر وفات د خواشینۍ څرګندولو پرمهال د مرحوم ډاکټر عبدالولي وکیل کورنۍ ، د لوګر ولسونو، د ولایتي شورا استازو او د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه.

 ورپسې د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل د کورنۍ په استازیتوب جنرال علي شاه احمدزي او حکم خان حبیبي د خبرو پرمهال د جمهور رئیس غني له غمشریکۍ او ډاډګېرنې څخه په مننې وویل، مرحوم ډاکټر عبدالولي وکیل یوازې د لوګر نه، بلکې د ټول افغانستان خدمتګار او ځوان کدر وو.
وروسته جمهور رئیس غني تر ټاکلي ځای پورې د مرحوم ډاکټر عبدالولي وکیل د جنازې د لېږد مراسمو کې چې د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.