Home خانه

په هیواد کې اورښتونه او دخلکو خوښي

په هیواد کې اورښتونه او دخلکو خوښي

Sher Mohammad Stanekzai 200هیوادوالو ته  دخوښۍ زیرې ورکړل شو، سپینه واوره  ځمکې ته راکوزه شوه، دکروندګرو هیلې يې را ژوندۍ کړې، افغانان دغې ورځې ته ډیر خوښ او خوشاله  بریښدل، په ټولنیزو شبکو کې دهیواد دبیلابیلو ولایتونو انځورونه چې په سپینې واورې  پوښل شوي  ؤ، ښکته او پورته کیدل .
دا په دې څرګندويي کوي، چې افغان ولس  دګران هیواد سره مینه  د زړه له تله لري،ځکه دوی په دې خوښ دي، چې اورښتونه دهیواد دښتې، غرونه او ځمکې زرغونوي او اوبه پریمانیږي، چې نه یوازې دکرنیزومحصولاتو لپاره بلکې؛ شین او زرغون طبیعت دانسان  روح او روان ته هم ګټور تمامیږي او له پاکې هوا نه ګټه اخيستلاي شي .

 وچکالي او داوبو کمښت ددې سبب شوی، چې دهیواد کروندګرو خپلې هيلي له لاسه ورکړي، خو له نیکمرغه د واورې په اوریدو سره تر ټولو زیات کروند ګر خوښ او خوشحاله بريښي او خپلې هیلې يې بیا را ژوندۍ کړې .

خو ای کاش چې زموږ په وطن کې دغه خوشحالۍ تر ډیره پورې دوام  وکړي ، دغمونو او ماتمونو لړۍ نور په خوښۍ واوړي.په  هیواد کې تل پاتې سوله راشي، نور افغان وژنه پای ته ورسیږي او هره ورځ  د افغانانو په شونډو همداسې مسکاوې او خوشحالۍ خورې وي .

خو دسولې راوستل ستونزمن کار او دتشویش وړ خبره نده، البته کولای شو، چې دغښتلي ځوانانو پرمټ او دیوالي په توسه خپل کړیدلي او ځوریدلي هیواد او ولس ته سوله په نصیب کړو. څاڅکې څاڅکې راټول شي لوی درباب ورځیني جوړیږي. دیوې لښتې ماتیدوکې ستونزه نشته، ستونزه دګیډۍ په ماتیدوکې ده، چې زور غواړي . که موږ افغانان سره یو ځای شو او یوالي ولرو، نو هیڅوک به موږ مات نه کړي.

الله دې زموږ په هیواد کې دسپینې کوترې، چې دسولې سمبول دی راولي، ټول هیوادوال، ځوانان او مشران په ګډه  دهیواد ملي ګټو لپاره دسولې خوښي اوخوشحالي  ولمانځي .

ددې ورځې په هیله!

شیرمحمدامیني ستانکزی