Home خانه

د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه

د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه

RUS 400د مرغومي شپږمه؛ هغه نه هیریدونکي ورځ چې افغانستان باندې سرو پوځي لښکرو دځمکې او هوا له لارې یرغل راوړل. دا ورځ په تاریخ کې هغه ورځ ده، چې پیلامه  يې دهیواد په ټولوسیمو کې دبدبخیتو، ویجاړیو او وژنو سرچینه ګڼل کیږي .
دمرغومي یا جدي  شپږمه د۱۳۵۸ هجري لمریزکال روسي یرغلګرو په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال  افغانستان ته راننوتل او د لسو کلونو  په اوږدو کې دمجاهدینو د جهاد سره مخ  شول. روسي یرغلګرو دهیواد دویجاړیو، دميلیونونوافغانانودشهادت، معلولیت اوبهرنیوهیوادونوته  دافغانانو کډه  کیدل دا هغه څه ؤ، چې  روسانو خپل  مردارو موخو ته ورسیدل، خودبریا پایله  دافغانانو په برخه  او شوروي  یرغلګرله کلکې ماتې سره مخ شول.
دمرغومي شپږمه؛ دافغانستان پرخاوره  دشوروي  سرو پوځ  ستره تیروتنه په مادي اوهم په معنوي توګه وه، خو دواړه هیوادونه يې وځپل اوګڼې ستونزې اوناخوالې یې رامنځته کړې.

 سرو پوځي لښکرودخپلولاسپوڅو د لارښوونو په اساس غوښتل، چې  افغانستان ترخپلې ولکې لاندې کړي او تودو اوبو ته ځان ورسوي،خوددوی دغه موخه په دې لامل ناکامه او شنډه شوه، چې دخپل ښکارلپاره یې دګیدړې پرځای زمری غوره کړی  ؤ.

افغانانو د روسي یرغلګروپه وړاندې دجهادجنډه پورته کړه اونه ستړی کیدونکي سرښندنې  له ځانه پريښودلې، دوی د ډیرو مبارزو او دخپل هیواد دساتلو په موخه  دوه میلیونوڅخه زیات  افغانان شهیدان او همدارنګه زموږ  په  لکونو هیوادوالوخپل دبدن غړي  د جهاد او سرښندنې  او د شوروي یرغلګرو دتیري  او ظلمونو له امله له لاسه ورکړل.
د افغانانو دجهاد پایله او ثمره دا شوه، چې  شوروي سرو پوځیانو سره د زیاتو مبارزو او سرښندنو سپیڅلي  بیرغ  دهیواد په  ګوټ ګوټ کې  ورپول  شو او شوروي عسکرو  په ۱۳۶۷ هجري لمریز کال دسلواغې په ۲۶مه له تاریخي اوشرمیندونکي ماتي سره مخ شول، چې بلآخره ددې شرمندلي ماتې له امله  دپخواني شوروي یوالي دړې وړې شواو هغه هیوادونه چې شوروي لاندي کړي ؤ هم آزاداوله شورویانو  څخه آزادي خپله کړه.
زموږ تاریخ ښودلې، چې افغانان دنړۍ هیوادونوپه وړاندې دښې رویې او علاقمندۍ  په  اساس او په ځانګړې توګه د ګاونډ هیوادونو سره  دښه روابطو په ساتلوکې ژمن پاتې شوي، خو ګاونډ او نورهیوادونه دې په دې فکر کې نه  اوسي، چې ګوندې افغانستان  کې هر کار د دوی په توان پوره وي هغه ترسره  يې کړي.  ولې داچې افغانستان په یو مهم او اساس پړاو کې قرار لري، نو ځیني هیوادونه چې  په ښکاره او یا په پټه توګه  دهیواد په  کورنۍ چارو کې مداخله کوي، دافغانانو دچپتیا،دښه سلوک او ښه چلند  نه  نباید ناوړه ګټه پورته کړي، بلکې دنړۍ سترځواکو هیوادونو  ته؛ چې افغانانو غاښ ماتوونکي ځواب ورکړې د عبرت  درس دې واخلي.
  میړنيو افغانانو دخپلې پاکې خاورې دساتنې، داسلامي اوملي ارزښتونو، ملي شتمنیواوناموس څخه د دفاع  په خاطر دیرغلګروپه وړاندې سرښندنې کړي او په کرار ندي ناست.
دوی دخپلونیکونواوپلرونوپه پل قدم ایښي،دبهرنیو هیوادونو هر ډول  ناوړو کړنو ته چې په افغانستان کې ترسره کوي، یو ورځ به يې پوښتنه  ورځينې وکړي، ځکه  د میړنو  خاصه داده، چې له صبر نه کار اخلي.
 زموږ ولس د متجاوزینواویرغلګروپه وړاندې خپل فرضي مسولیت ادا‌ء کړی دی، څنګه چې زموږ نیکونودنړۍ استکباري سترقوت انګلیس ته ماتې ورکړه، نوپلرونو مو دویم سترطاقت روس یې له پښو وغورځول، چې تراوسه یې په  ناتاریو کینولي دي او اوسمهال ځوانان مو دهیواد د رغوونې په موخه مټې بیډ وهلي ترڅو خپل کړیدلي ولس ته  خدمت  وکړي او څوک پرې نږدي، چې  هیواد مو په کڼدوالو بدل کړي.
نوپه پای کې دافغانانودلابریالیتوب هیله اودافغانستان سمسورتیا اوجوړونه دهمدغوننګیالیوبچیانوپر مټ غوښتونکې یو!

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی