Home خانه

دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي

دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي

Shir Mohammad Satanekzai 55 200موږ ولې دومره بدبخته یو، چې هم پخپلو کې سره وهو او هم پردي هیوادونه موږ ته لاس یو کړې او ګوته په ماشه کمین کې راته ناست دي.
کله په یو نوم او کله په بل نوم  موږ وژني، نو بیا خپلو کې هم دقام او ژبې خبرې کوو، هغه  پښتون ده، دغه هزاره ده او هاغه تاجک ولې؟ 
خو پردي هیوادونه موږ ته ترهګر، دهشتګر، قاچاقبر او په سلو نورو نومونو موږ  یادوي  او په دې سره وژل کیږو او دا لړۍ لا روانه ده.
ښه پوهیږو او بیا دغه پړه  ديو هیواد دسیسه  ګڼو؛ لامل یې په خپلو کې دباورنشتون، اتحاد نه درلودل او په ژبه دافغان  په نوم  ویاړ کوو عمل کې بیا هغه څه کوو، چې  نه وي موکړي.
زړونه مو نه دي پاک، یو بل ته کوهي کیندو، دیوبل خبره پرځان نه منو، ځان ته من وایو، نیتونه مو په یو  بل بد دي، یو چې پرمختګ وکړي، دهغه لپاره دسیسه جوړ ؤ، څو نور مخته ولاړ نشي.

 ددین احکام ټول منو او هم په ښو او بدو چې لارښوونې شوي  موږ يې نورو ته  رسوو او په خپله مولاعمل ندی کړې. ځکه که په  پوره ډول په اسلامي اوشرعي حدودو ځان پوه کړو او په ژبه ووایو او په زړه  ورباندې باور ولرو، نو نن ورځ به خدای پرموږ داسې حالات نه  رانازلول.
ددغو حالاتو څخه ځان ایستل؛ ترهغه پورې چې په اسلامي جامه ځان برابرنکړو، دامربالمعروف او نهي عن المنکرځانګړنې تطبیق نکړو، نو هیڅکله به ددغو بدبختیو څخه په امن کې ونه اوسو. د افغانستان حالات هم ډېرپېچلې او خطرناکه دی، هره غلطه پریکړه افغانستان له لویو ناورینونو سره مخامخولی شي.
که څه هم یو شمیر روڼ آندي کسان د فساد د کړیو د شیطاني هڅو ښکار شوي او د فساد د کړیو د شعارونو تر اغېزې لاندې عمل کوي او خپلې شخصي ګټې تر ملي او وطني ګټو لوړې بولي .
خو لا هم د افغانستان ډیري وګړي د خپل هیواد، خلکو، سولې او پرمختګ سره ژوره مینه  لري او هیوادوال په ګډه کولی شي، چې دهیواد ددښمنانو پر وړاندې خپل یوالي ښکاره او غاښ ماتونکي ځواب ورکړي، څونور مکاره دښمن ونشي کړای، چې  دهیوادپه وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
هغه څه چې اوسني حالت له هر وګړي نه غواړي هغه د مکاره دښمن  ددسيسولپاره دولسونو پوهاوی او په اړه يې هراړخیز اقداماتو ته ژوره پاملرنه او همدارنګه دافغان دخاورې دښمنانو بې بنسټه طرحو لپاره جدي غبرګون ښودل، چې نور هیوادوال له دغو لوبو څخه خلاصی پیداکړي. شرایط هم پتیلې؛ دافغانستان اوسني مسایل په ژوره او علمي ډول و څېړل شي او د حالاتو په ژورې څېړنې  او مطالعې سره لازم چلند غوره شي.
که موږ سره په خپلوکې  یو ونه اوسو اویوبل له لاسه ونه نیسو، هیڅکله به زموږ  رښتوني اتحاد شتون ونلري او که دیوبل له زړونو راشو، یوبل له لاسه ونیسو البته  دزړه له صدقه یادې کړنې ترسره کړو، نوډیر ژر به  دیو اتحاد لرونکي هیواد شاهدان  نړیوالو ته ځان ثابت کړو.  بیا  به هغه اودغه نه ملامتوچې موږ وژني، زموږ کورونه ویجاړوي، ددغو بدبختیو مخه به ډیر ژر زموږ په ملي یووالي راتلای شي  او  څوک به موږ ته کاږه هم  ونه ګوري . 

لیکنه : شیرمحمد امیني ستانکزی