Home خانه

په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د سوند لرګی مرسته وشوه

په لوګر کې له یو شمېر بېوزلو کورنیو سره د سوند لرګی مرسته وشوه

پل علم، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، جمعه، کب ۲۹ قوس

Chub A 400د پیمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پيمان) له خوا په لوګر ولایت کې له پنځو بېوزلو کورنیو سره د سوند وچ لرګی مرسته وشوه.
د یادو مرستو د وېشلو په مراسمو کې، چې د واغجان بازار کې جوړه شوې وه د پیمان خیریه بنسټ مسؤل، د یوه خروار وچ لرګۍ  په بېوزلو کورنیو باندی وویشل.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ موسس او رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان له خپله شخصی لګښت کړیدی، چې ټول ټال ۳۵۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۶۲۰۰ افغانیو په ارزښت اتیا کیلو ( یو خروار) وچ او تیار مات شوی لرګی ور کړل شول.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د لوګر دغو کورننیو له پیمان خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې له  دی بېوزولو کورنیو سره یې یاده مرسته وکړه.
د یوې بیوزلی کورنۍ غړی، چې یادې مرستې تر لاسه کړي وه، د ورسره شویو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته کړه، هر چا چې دا مرستې کړې دي، خدای دې خیر ور کړي، چې زما په څېر د بې وسو او نادارو کورنیو په فکر کې دي.

د پیمان د خیریه بنسټ د نورو مرستو په هکله دلته کلیک وکړۍ!

  هغې وویل، د پیمان خیریه بنسټ را سره د وچ لرګی مرسته وکړه، ډېر ورته خوشاله یم، ځکه چی هوا ډیر سړه شویده او تودوخی لپاره مو هیچ شی ندرلود او پدی مرسته سره به مو تر یو وخته ګوزاره وشي، له هغه وروسته بیا نو لوی خدای (ج) مهربان دی.

دغه راز د د مغل خیلو سیمې اوسېدونکې پڼځه څلوېښت کلنه سړۍ هم د پیمان خیریه بنسټ له دې مرستې خوښه ده او وایي، چې نه یواځې د پیمان خیریه بنسټ، بلکې ټول چارواکي او موسسې دې زموږ په څېر بې وزلو ته توجه وکړي.
د یوې بلې کورنۍ چې مرستې یې تر لاسه کړې وې وویل، کونډه یم، ماشومان مې واړه دي، له ډېرو ستونزو سره مخ یم، نن را سره کمک وشو ډېره خوشحاله یم.
په لوګر ولایت کې دې ته ورته سلګونه کورنۍ شته او د پیمان خیریه بنسټ هڅې کوي، چې د مرستندویه موسسو او سوداګرو مرستې تر لاسه او پر نورو اړمنو کورنیو او کونډو یې وویشي.
دغه خیریه بنسټ له اړمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، معلولینو او معیوبینو سره د مرستو تر څنګ د ځینو بېوزلو ناروغانو درملنه هم کړې ده.
همدا رنګه د یو شمېر جوماتونو د جوړېدو او بیا رغولو لپاره یې مرستې کړي او ځینو ښوونځیو او کلیو ته یې د اوبو څاه ګانې هم جوړې کړې دي.
د پیمان خیریه بنسټ په را روانه اوونۍ کې د کابل ښار له یو شمېر کونډو او بېوزلو کورنیو سره هم د ورته مرستو د وېشلو هوډ لري.