Home خانه

دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده

دژمي په سړه هوا کې بیوزلوسره مرسته او له طبیعي پیښو سره مبارزه پکار ده

Sher Mohammad Stanekzai 200ژمی دکال یخ اوسوړ موسم دی، چې ګڼ شمیر وګړي ورسره په تکلیف وي، ځکه زموږ دهیوادوالو اقتصادي وضعیت دومره پیاوړې نده،چې دغه موسم ته هیوادوال خوښ او لیوال واوسي، بلکې د دوی اقتصادي وضعیت هم ګواښي.  خو څنګه کولي شو، خپلې چارې دژمې په موسم کې مهار کړو، ترڅو اقتصادي ګواښ سره مخ نشو.
ددې لپاره باید کوښښ  وشي، چې دولت دبیوزلو هیوادوالو چې دژوند اقتصاد يې چندانې ښه نه دی، په منظم ډول سروې ترسره کړي، ترڅو مرستندویي موسسې د بیوزلو لوري ته راجلب  او نیستمنو هیوادوالو سره دخوراکي او غیرخوراکي  توکو مرستې وکړي.

 بل خبره  داچې په دې موسم کې هټیوال  او نور هغه واردونکي سوداګریز شرکتونه؛  چې  هیواد ته  سوداګریز ي توکي راواردوي، دوی دې نباید دسوداګریزوتوکو بیې لوړې کړي، بلکې د بشریت دهمدردۍ په موخه  دنورو وختونو په څیر خپل توکي وپلوري.

که هټیوال دخپلو ګتو په موخه دخپلوسوداګریزو توکو په بیو کې لوړوالی راولي، خو د هیوادوالو اقتصادي وضعیت ته دې هم وګوري، ځکه که  سوداګر  نرخونه لوړ هم کړي، هیوادوال اړ دي، چې په هر ډول وي  په بازارونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ځان لپاره وپیري. ولې  دانساني ترحم په موخه  باید سوداګر او هټیوال دغه کار ونه کړي او دوی لپاره په مناسب ډول  توکي وپلوري .

حکومت دې  په دې اړه جدي پاملرنه وکړي  او دهیوادوالو  لپاره د هر قسمو توکو په پیر او پلور کې لازم اقدام وکړي  او دنرخونو لپاره ټاکلي معیار  وټاکي او دمعیار دسرغړونکو سره  قانوني چلند وشي. همدارنګه دمرکزسره دولسوالیو او کلیو پلي او دنقلیه وسایطو لارې  د ډیرې واورو داوریدو له امله بندیږي، نباید دولتي اړونده اداره لاس تر زنې کیني؛ بلکې  پروړاندې  ولسونو ته دتګ او راتګ آسانتیاوې په پام کې ونیسي، په کومو سیمو کې  چې طبیعي پیښې رامنځته کیږي له وړاندې لازمې آسانتیاوې په پام کې ونیسي .

زموږ ګڼ شمیر هیوادوال له ولسوالیوڅخه مرکز ته او یا له مرکزڅخه ولسوالیو کې دندې ترسره کوي، یاداچې د ولسوالیو  وګړي  په مرکز کې  په ورځنیو اقتصادي کارونو بوخت دي، نو باید دهغو دتګ او راتګ  په خنډ کې مسؤله اداره رسیده ګي وکړي .

د ژمي په موسم کې ناروغي  زیاته  وي، روغتیايي مرکزونه دې هم دناروغانو دښې درملنې  لپاره چمتوالی په پام کې  ونیسي او په  لرو  اوپروتو سیمو کې چې  روغتیايي مرکزونه  شتون ولري په درملو يې سمبال کړي. له حده دې کوښښ وشي،  چې دسیارو روغیتايي  مرکزونو کې  عامه روغتیا خپل هڅې ته ګړندیتوب ورکړي او یاد مرکزونه دې په لرو سیمو کې ورغوي .

دیوانسان ژوند ژغورل  ډیر اجرونه لري، تنها دولت مسؤل نه ګڼو، چې خلکو سره مرستې وکړي، بلکې دانساني کراماتو له مخې هغه شتمن  ملي او نړیوال سوداګرو ته هم دویلو وړ ده، چې دخپلو هیوادوالو سره  په لویدلي حالاتو کې  هر اړخیزې مرستې او د بیوزلو لاسنیوی وکړي .

په  کلیواوبانډو کې ډیر ي  بیوزلې کورنۍ شته،چې هر ګاونډی  دې دخپل توان په اندازه  دخپلو  مالونو دزکات په ایستلو کې له بیوزلو کورنیو سره مرسته وکړي،نو نه تنها دغه مرستې په ژمې کې بلکې هروخت  ترسره کیدای شي.

هیله ده،چې ټول شتمن ولس، ملي او نړیوال سوداګر  دواړه  په ګډه توګه دخپل بې چاره ولس  په خدمت  کې  د توان په اندازه مرستې وکړي، یو  به يې دالله (ج) رضاء مندي خپله کړي وي او بل به  د بیوزلو کورنیو ژوند  به  يې داقتصاد له پلوه غني کړي .

لیکنه : شیرمحمد امیني ستانکزی