Home خانه

په هیوادکې دښوونکو ورځ

په هیوادکې دښوونکو ورځ

Stanekzai 200Aښوونکی هغه څوک  ده، چې نړۍ خلکوته ورپیژني او دنړۍ په مخ تورې تیارې له منځه وړي، ښوونکی ده چې دنن ورځې پرمختللي او عصري ټکنالوژي زیږنده د دوی دپوهې له برکت رامنځته شوي .
که دښوونکي په اړه څه ولیکو؛ نو لیکل يې وختونه، میاشتې او آن تر کلونو پورې رسیږي. خدای (ج) حضرت محمد (ص) دبشریت لپاره ستر لارښود رالیږلي ؤ، چې  حضرت محمد (ص) په دې ګواهي ورکوي او ویلي دي، چې په تحقیق سره  زه دې نړۍ ته معلم رالیږل شوی یم.
نو کله چې ددې نړۍ سترلارښود حضرت محمد (ص) دښوونکي په نوم ویاړ کړې، موږ مسلمانان باید دخپل خوږ پیغمبرحضرت محمد (ص) لارښوونې په رښتینې ډول  په ځان تطبیق کړو او په عملي ډول دټولنې داصلاح او سمون لپاره ولس ته دخیر رسولو په لار کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې او مبارزې وکړو.

 په افغانستان کې ښوونکي ته درناوی دومره چې پورته یادونه وشوه، نه دولت ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي او نه هم  ولسي وګړي ورته دقدر په سترګه کتلي دي.

سمه ده، چې دښوونکي ورځ هرکال دهیواد په ولایتونو کې په جشنیزو غونډو لمانځنه يې کیږي او هم په ځیني سیمو کې دځمکې نمرې  ورکړل شوي، خو پدې  اندازه چې ښوونکي دهیواد په تعلیمي پراختیا کې رغنده رول لري او دیو هیواد په ښوونیز ډګر کې چې دعلم او پوهې له لارې جهالتونه او تور تمونه له منځه ځي،ځانګړې پاملرنه نده شوې.

ښوونکي د ټولنيز ژوند د وجود د طبيبانو حيثيت لري . دوى بايد چې د ټولنې دردونه درمان کړي . که په يوه ټولنه کې د جهل رنځ په خپريدو شي معنى دا چې ددې ټولنې ښوونکو خپل وجايب په ښه ډول نه دي تر سره کړي . ښوونکي بايد په خپلو زده کوونکو  کې داسې اخلاق وروزي چې  زده کوونکي يې په راتلونکي وخت کې د انساني ژوند له پاره د خير او ښېګڼې سبب وګرځي

د هر زده کوونکي سليقه او د استعداد ساحه ورته معلومه وي . زده کوونکي دې هغه څه ته ډير تشويق کړي چې ددوى استعداد په کې ډير وي .

زده کوونکي هم بايد د ښوونکي د مقام درناوى وکړي . دا ځکه چې ښوونکی ددوى روحاني تربيت کوي دعلم په رڼا کې د استاد درجه څومره اوچته راغلې ده . ښوونکی په انساني ټولنه کې د لوی مقام خاوند دی او د

هغې سپيڅلې دندې ویاړ پر غاړه لري چې د هغه پر بنسټ یوه علم پاله، منوره او ښکلې ټولنه رامنځته کیږي. ښوونه دنظام په بنسټیز رغاونه کې دمثبتو کړنو او دهیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې رغنده ګام بللی شو، چې نن ورځ په نړۍ کې سترځواکي هیوادونه دهمدې ښوونې په برکت هر څه رامنځته کړي او له نورو هیوادونو سره دسوداګریزو له لارې ورکړه ترسره کوي، چې دهماغه هیواد اقتصادي نظام ته شتمنتیا  اوقوت وربښي.

ښوونکی ده، چې دنظام په چوکاټ کې کادري، مسلکي او آن تر ولسمشره  روزلي او دښوونکي له برکته اوس دوی دولسونو په چوپړ کې دي، خوبیا هم دولتي لوړ پوړي چارواکي دښوونکي لوري ته دومره زیات فکر نه احساسوي.

همدا ښوونکی ده، چې ټولنې ته انجنیران، ډاکټران او په  هر مسلک چې څوک کار کوي وړاندې کړي دي. دولت دې ښوونکو ته د ژمنو په ورکولو عملي بڼه ورکړي، په میاشتنیو معاشونو کې دې زیاتوالی،دکورنوجوړولو لپاره ځمکې ورته ورکړل  شي اود کورونو په جوړولو کې ورته سهولتونه په پام کې ونیسي.

همدارنګه خوراکي او غیرخوراکي توکي په ورکولوکې لازمې طرحې جوړې او په تعلیمي نظام کې بنسټیز بدلونونه په پام کې نیولو سره ؛د ښوونکي قدر په ټولنه کې لاپسې زیات او هم د دوی په بیوزلیتوب کې اقتصادي پیاوړي بدلونونه ترسترګو کیدای شي.

دتعلیمي په چوکاټ کې دې دښوونکو په روزنه کې اغیزمن ګام هغه وخت ترسترګو کیږي، چې دکانکور له لارې دښوونکو روزنیز مرکزونو ته دلوړو نمرو خاوندان ورکړي او بې پایلي زده کوونکي دې نباید په ښوونیزو مرکزونو کې ومنل شي، ځکه دغه دلوړو زده کړو فعالیت ددې لامل کیږي، چې دټولنې وګړي ښوونکي ته په درنه سترګه نه ګوري او فکرکوي، چې دښوونکي دنده یو عادي  کار دی. خو سره له دې باید دولتي اړونده اداره دې په اړه يې ژوره کتنه وکړي او دیو ستربدلون په رامنځته کولو کې تعلیمي نظام  ته پیاوړتیا ور وبښي.

څو په دې کار ښوونکي کدري ښوونه ورکولی شي او هم زده کوونکي دښوونې په بشپړه جامه سمبال ټولنې ته وړاندې کیږي .

راځئ، دښوونکي ورځ ته ځانګړې ښکلا ورپه برخه کړو، ښوونکي وستایو، څو دوی نور وهڅول شي او دښوونکي  د ورځې په اړه دوی ته له نږدې ددې ویاړلي ورځې مبارکي ورکړو.

لیکنه : شیرمحمد (امیني) ستانکزی