Home خانه

لوګرنه؛ ولسي جرګې ته د نوماندې لیلما یوسفزۍ د ټاکنیز سیالیود دفتر پرانیسته غونډه وشوه

لوګرنه؛ ولسي جرګې ته د نوماندې لیلما یوسفزۍ د ټاکنیز سیالیود دفتر پرانیسته غونډه وشوه

شنبه، د تلې ۷ مه:

Lailoma Yousfzai 400دلوګر ولایت نه ولسي جرګې ته دخپلواکې نوماندې آغلې لیلما یوسفزۍ د ټاکنیز کمپاین مرکزي دفتر پرانيستل شو.
پدې پرانیسته غونډه کې د لوګر ولایت دبېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر قومي مشرانو، علماوو، متنفذینو، ځوانانو، خویندو او ورونو ګډون کړی ؤ.
په یاده غونډه کې راغلو ګډونوالو خبرې وکړې، هریوه په خپل وارسره دهیواد په شته وو ناندریو رڼايي واچوله، دوی یادنې وکړې، چې د ولس یو ښه استازی کولی شي، په ولسي جرګې کې دخلکو ستونزو ته  په وخت رسیدګي وکړي او هیواد له بیلابیلو ستونزو او کړاونو څخه وژغوري.

 همدارنګه ویناوالو په خپلو خبرو کې آغلې لیلما یوسفزۍ دلوګرولایت څخه وړ اومخکښه نومانده وبلله او دنوموړې نوماندې د تګلارې او کړنلارې په اوسني حالاتو کې ګټور وبللې، دوی له لوګر ولس څخه غوښتنه وکړه، چې دهیواد دپرمختګ، آبادۍ، ښیرازۍ او سمسورتیا په لار کې او دشته ستونزو د هوارۍ په موخه  خپلې رایي هغه چاته وکاروي، چې دوکالت  وړتیا ولري.

ګډونوالو آغلې لیلما یوسفزۍ با استعداده، زړه سوانده او دکاري وړتیا درلودونکې شخص وبلله او  دنوماندۍ څخه يې بشپړ ملاتړ  څرګند او دملت کورته درسیدو ډاډه يې ورکړل.

دیادونې وړه ده، چې آغلې لیلما یوسفزۍ دلیسانس ترکچې زده کړې کړي او په لوړو بستونو کې دندې ترسره کړي دي.

د لیلما یوسفزۍ مطبوعاتي دفتر