Home خانه

دلوګر دعامه کتابتون سره دکتابونو مرسته وشوه

دلوګر دعامه کتابتون سره دکتابونو مرسته وشوه

ketab 400دافغانستان دمعلوماتو مرکز(توانا ځواکمن) چې  کابل پوهنتون کې فعالیت لري  نن يې   دلوګر ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له عامه کتابتون سره په بيلابيلو عنوانونو د(۱۰۰) ټوکو کتابونو مرسته په داسې حال کې وکړه، چې دلوګرځوانان، زده کوونکي او زده کړیالان دښوونیزو ستونزو دحل لپاره عامه کتابتون ته مراجعه  او خپلې ستونزې په یاد کتابتون کې حلوي .
دلوګر ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست  دعامه کتابتون مدیرعبدالاحمدفیضي  دغه مرسته دکتابتون په بډاينه کې ګټور بولي او وايي  چې لا تراوسه پوري هم  عامه کتابتون  دکتابونوله کمښت سره مخامخ دی .
ده وويل  له دې  مخکې هم   لوګر میشته وګړو دلوګر عامه کتابتون سره ورته مرستې کړي دي.
فیضي له شتمنو کسانو او خپرندویه  ټولنو څخه غوښتنه وکړه، چې له عامه کتابتون سره خپلې مرستې ونه سپموي او یاد کتابتون په کتابونو بډایه کړي.

 محمدفیاض ستانکزي د ځواکمن توانا ساحوي مسؤل  وویل، چې دافغانستان دمعلوماتو مرکز (توانا ځواکمن پروګرام ABLE) په ۱۹۹۶ زیږدیز کال په افغانستان کې  خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

ستانکزي یواځنۍ موخه ددې مرکز؛ په افغانستان کې دکتابونو دلوست فرهنګ  ژوندی ساتل او وده ورکول، په هیواد کې دکتابونو خپرول او دتوانا ځواکمن دکتابتونو نوجوړولو یادونه يې وکړه.

ستانکزي زیاته کړه،  تردا مهال دغه مرکز دهیواد په کچه (۲۶۲) کتابتونونه جوړ او (۳۸۴) دبیلابیلو عنوانونو کتابونه نشراو خپاره کړيدي.

د ده په وینا دسږني کال په لړ کې یاد مرکز په لوګرولایت  کې  دښوونځیو دکتابتونو په ګډون  لسو  کتابتونو سره (۱۰۰۰) ټوکو دبیلابیلو عنوانونو کتابونو مرسته کړې او په راتلونکي کال کې هم  دلوګر عامه کتابتو ن سره دکتابونو دمرستې ژمنه يې ورکړه.

د ویلو ده، چې لوګرعامه کتابتون کې تر دامهال  ۱۴۰۰۰ ټوکو دبیلابیلو موضوعاتو کتابونه شته  دي.

شیرمحمدامیني ستانکزی