Home خانه

دخپلواکۍ ورځ او دهیوادوالو ملي ویاړ

دخپلواکۍ ورځ او دهیوادوالو ملي ویاړ

sher20m 20stanekzai 200کله چې انګریزانو زموږ په  ګران هیواد افغانستان باندې یرغل راوړل  او زموږ خاوره يې  تر ولکې لاندې کړي وه،  دهیواد  اتل ولسونو د زیاتو سرښندنو اومبارزو  وروسته په ۱۲۹۸ هـ . ل  کال افغانستان د یرغلګرو انګریزانوڅخه خپله آزادي اوخپلواکي د غازي شاه امان الله خان په مشرۍ ترلاسه کړه او دغه ستر ویاړ چې موږته پاتې دی؛ نه هیریدونکي اوزموږ  راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي. 
له نن څخه پوره  ۹۹ کاله وړاندې زموږنیکونواو پلرونو، په خپلو اتلولیواو سرښندنو خپل هېواد د وخت له یرغلګرو انګلیسانو د هغه استعماري او کبرجني امپراطورۍ څخه آزاد کړل.
دغه ورځ   هرکال په هیوادکې په پوره شاندارو جشنونو اومحفلونو سره یادونه يې کیږي او افغانان په  سر لوړي او افتخار پر انګلیس باندې د خپل تاریخي بري ورځ لمانځي.

 انګريزي استعمارګرو غوښتل، چې زموږ په هیواد دسياسي حاکميت په ټینګولو، سياسي اواقتصادي موخوته ځانونه ورسوي، خو په دې آرمان  ډیرو خپل ځانونه ګور ته ورسول او دې نیواکګر ځواک چې کومې هیلې او آرمانونه له ځان سره درلودل،  له خاورو سره  خاورې شول.

 دآزادۍ دګټلو ستر او سرښندونکي اتل شاه امان الله خان غازي  په ۱۹۱۹ زیږدیز  کال کې  دهیواد د خلاصون ورځ اعلان کړه او افغانستان   يې د یو آزاد او خپلواک هیواد په توګه نړیوالوته په ډاګه ور وپیژندل.

د زمري ۲۸ مه نېټه زموږ د آزادۍ پلوو مبارزینو او مجاهدینو دسرښندنو، میړانې او اتلولي ورځ ده،  چې دغه ورځ  موږته ویاړ راپه برخه کوي، ځکه د نړۍ ستر ځواک هیواد انګلیس ته  افغانانو درې ځلې ستره ماته ورکړه اودبریا پایله زموږ دباتورو اوننګیالیو افغانانو په برخه شوه.

دزمري اته ویشتمه  ورځ چي  د افغا نستان داستقلال د ورځي  په نامه یادیږي، په تاریخ کي په زرینو کرښو ثبت شوې اودټولوافغا نانو لپاره دویاړونو اودهسکوشملو ورځ هم یادولی شو.

دآزادۍ دبیرته  دترلاسه کولو ورځ  میړني ولس هرکال  په ځانګړو مراسمواو جشنونو لمانځي. دوی دخپلو، باتورو اوننګیالیو، شهیدانو، غازیانو او اتلانو کارنامې ژوندۍ ساتي او دهغوی ستاینه کوي.

د ملي اوپرتمینوورځو درنښت، دټولوهیوادوالو، ملي وجیبه ده، چې  لمانځنه يې په خورا درنښت او ویاړ سره وکړي.

د ویاړ ونو ډکې ورځې موږته دویاړنه غیر، هغو هیوادونو ته هم د عبرت درس ورکوي، کوم چې زموږخاورې ته به بدنیت اوبده سترګه ګوري اودیرغل راوړلو فکر ورسره  وي.

خو افغانان چې دخپل دویاړ نه ډکې ورځې  په جشنونو تازه کوي،  نو د افغانستان دخاورې پټ دښمن دبدن هډونه  يې په لړزه شي او بیا اتلو افغانانوته  کاږه هم کتلی نشی.

درنو هیوادوالو او سرلوړو افغانانو! 

دخپل ګران افغانستان  دآزادۍ دبیرته اخیستلو ورځو ته ویاړ وروبښئ؛ د ډاډمنې سولې په راوستوکې، دیوالې اویوموټې کیدو، دجنګ اوجګړوڅخه لاسنیوی اود هیواد پرمختګ په لاره کې سرښندنې زموږ  یواځنۍ غوښتنه ده، چې موږ دبریا او سوکالۍ لورې ته بیايي. که موږ متحد او متفق واوسو، هیڅکله دهیواد دخاورې دښمن پرموږ نشي بریالي کیدای. 

راځې چې دغه  ملي ورځې  په یوالې سره ولمانځو  اوخپلو ملي امنیتي ځواکونو ته  روحیه ورکړو، چې افغانان تل  په میړانه د هیواد له دښمنانو سره جنګیدلي او دمبارزو پایله دافغانانو په برخه شوي .

تل دې وي افغانستان، ژوندی دې وي میړنی او سر لوړی افغانان او ژوندي دې وي زموږ داتلو اوسرښندونکو یادونه !

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی