Home خانه

لوګر ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ ۹۹ مه کلیزه ونمانځل شوه

لوګر ولایت کې د هېواد د خپلواکۍ ۹۹ مه کلیزه ونمانځل شوه 

زمری – ۲۸- یکشنبه 

Azadi 99 Logar 400د افغانستان د آزادۍ ۹۹ مه کلیزه چې هر کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي سږ کال په لوګر ولایت کې د تېر په څېر په رنګارنګ مراسمو سره ونمانځل شوه
په همدې مناسبت د لوګر ولایت د اساسي قانون تالار کې غونډه نیول شوې وه چې پکې د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي ،امنيه قومندان محمد ابدالي,ملي امنيت فيض الله سادات,ولایتي شورا غړو ، د ګڼو ادارو رئیسانو ، مدني فعالانو ، ژورنالستانو ، شاعرانو ، د سیمې مشرانو،په هېواد مینو ځوانانو او ښځو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د ولایتي شورا غړي محمد ناصر غیرت د شاه غازي امان الله خان په ژوند لیک خبرې وکړې او ویې ویل چې له غازي امان الله خان څخه مونږ ته توره او قلم په میراث پاتې دي او مونږ باید د تورې تر څنګ د قلم په واسطه افغانستان آزاد کړو. ورپسې سید قریب الله سادات خبرې وکړې او شاه امان الله خان یې د هېواد یو ستر غازي او د خپلواکۍ اتل یاد کړ او یادونه یې وکړه چې امان الله خان غازي خولې تویې کړې وې او په خپلو کوششونو او سپېڅلي جهاد یې افغانستان ته خپلواکي لاسته راوړه.

د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي ټولو ګډونوالو ته هرکلی ووېل او د خپلواکۍ د یو کم سلیزې کلیزې مبارکۍ یې لوګروالو ته وړاندې کړه . والي ووېل له شاه غازي امان الله خان سره چا مخالفت نه درلود بلکه دده له فکر او غوره تګلارې سره یې مخالفت درلود. والي زیاته کړه شاه امان الله خان غوښتل چې خپل هېواد له نړیوالو سره سیال کړي او امان الله خان د ټولو افغانانو افتخار وو. هغه ووېل چې دوښمن هر وخت هڅه کړې چې له پوهنې سره خپل مخالفت وښایي او پوهنه له منځه یوسي او غازي امان الله خان هغه څوک وو چې پوهنې ته یې تر هر بل څه ډېره پاملرنه کوله.
د لوګر د همغږۍ قوماندان تاج الدین نوري په خپلو خبرو کې د شاه غازي امان الله خان پر ژوند او شخصیت رڼا واچوله او ویې ویل چې ټول افغانان له ستر غازي سره مینه لري او د خلکو په زړونو کې ځای لري.دیني عالم مولوي رحمت الله ووېل چې مونږ هر وخت جنګ ګټلي خو سیاست نه ، هغه ووېل د میدان د ګټلو تر څنګ مونږ باید آزادي هم وساتو. په پای کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد شفیق پوپل د ځوانانو او مدني ټولنو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل چې هر انسان د آزادي حق لري او باید آزاد و اوسي. یاده غونډه په دوعايې پای ته ورسېده او ورپسې د لوګر د کرنې ریاست کرنیز نندارتون نندارې ته وړاندې شو او هم د اطلاعات او کلتور ریاست د لوګر د پخوانۍ کلتور،رسم او رواج ځینې هغه توکي نندارې ته وړاندې کړل چې خلکو ترې په ورځني ژوند کې کار اخیسته او هم ددې تر څنګ د لوګر د المپیک آمریت لخوا د ورزش بېلابېل حرکتونه وشول چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل او پکې د بوکسینګ یا سوک وهنې ، کراټې او ګڼ نور حرکات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې تېره شپه هم د لوګر ولایت په مقام کې د خپلواکۍ په ویاړ د غزل ماښام او مشاعره جوړه شوې وه چې پکې د لوګر ولایت ګڼو ژورنالیستانو ، مدني فعالانو ، شاعرانو ،ګڼو نورو فرهنګ پالو او په هېواد مینو ځوانانو ګډون کړی وو چې په یاد پروګرام کې شعرونه ووېل شول ، ویناوې وشوې او هم په پای کې ملي اتڼونه وشول.

لوګر- ولایت- مطبوعاتي- دفتر