وسله والو په لوګر کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
زمری 17 چهارشنبه
نن له غرمې وروسته د لوګر ملی پولیس د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د کندهاريو پله ته څېرمه د کابل لوګر پر لويه لار د ګزمې په حال کې وو چې د ناځوانه دوښمن لخوا پرې د راکېټ ګوزار شوی,چې پکې ملی پولیسو ته زيان ندی اوښتی خو ولې دغې ګولۍ د يوې کورنۍ درې تنه غړي شهيدان کړي او دوه تنه نور ټپيان دي.
چې ټپيان په بېړنۍ توګه د ملی پولیسو لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې وسله والو همېش دداسې بريدونو په ترسره کولو سره د ګڼ شمېر بې ګناه ملګي وګړو ژوند اخيستی.
ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ