Home خانه

لوګر کې ۲۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر کې ۲۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
( چنګا ښ ــ ۲۶ ــ سه شنبه )
 
Shapoor Ahmadzai 2 200د لومړنیو معلوماتو لمخې تېره شپه د لوګر مرکز ته اړوند د پورک او دادو خېلو په سیمو کې د ۰۱ ځانګړې قطعې لخوا هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي،چې په پایله کې یې ۱۴ وسله وال وژل شوي او د یوه مهم قومندان په ګډون ۹ تنه ژوندي نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ۱۰ ځانګړې قطعې په لوګر کې عملیات ترسره کړي وو،چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ