Home خانه

!ستاسو رايه، ستاسو راتلونکی ټاکي

ستاسو رايه، ستاسو راتلونکی ټاکي !

ليکوونکی: سيلاني

Entekhabat 400 د اسلامي شريعت او انساني دودونو په رڼاکې د امانت خيانتول جرم ګڼل کيږي... رايه هم يو امانت دی. په کار ده چې دا امانت وړ کس ته ورکول شي، ترڅو خپل اسلامي او وجداني قضا ته ملامت نشو...
پارلماني ټاکنو کې هر ولايت د خپلو سهميو په اساس څوکۍ تر لاسه کوي. لوګر هم تېرو کلونو ته په کتو ولسي جرګې ته د ۴ څلورو استازو د ورلېږلو حق لري. خودلوګر ولس په تېرو دورو کې داسې وړ کس ونه موند چې په حقيقي معنا دلوګريانو غږ د حکومتي چارواکو تر غوږونو ورسوي.... اوس يو ځل بيا پارلماني ټاکنې را نږدې دي، د ګوتو په شمار وړکسان او بې شماره ناوړه کسان نوماندان دي. لومړی بايد ووايم: دلوګر په شان کوچني ولايت کې دا ډول بې شماره نوماندېدل لاندې لاملونه لري :

 شخصي ګټې : ځينې اشخاص ددې لپاره چې خپله شتمني، تجارت، مافيايي اړيکې او غير قانوني درامدونو څخه ساتنه وکړي، نو تر ټولو ښه قوت ورته وکالت ښکاري ...

تظاهر يا ځان ښودنه: داسې نوماندان هم شته چې ځانونه د شهرت او يا هم ځان ښودنې لپاره نومانده وي .
د را يو کمېدنه : داسې اشخاص هم شته،چې د ځينې مخربه وکيلانو لخوا د پيسو په بدل کې ودريږي، تر څو دهغه سيمې رايه کمه او بل شخص چې رقيب يې وي! ماته ورکړي.
سياسي موخې: ځينې کسان د نورو هېوادونو او استخباراتي کړيو دشومو موخو لپاره ځانونه نومانده وي.
حزبي تړون: هر حزب غواړي خپل وړ کسان پارلمان ته نوماند کړي... نو ځکه ځينې اشخاص دحزبي تړون له مخې ټاکنو ته ځانونه نومانديږي...
د لوګر ولايت په را روانو ټاکنو کې داسې نوماندان شته چې پخپله نه، بلکې پيسو نوماند کړي. همدارنګه داسې ځوانان هم متآسفانه ترسترګو کيږي، چې خوځښت، غږ، ملاتړ او رايه يې د خدمت،قضاوت، ملګرتيا اودالله ج د رضا له لپاره نه،بلکې د مادياتو لپاره وي. داسې ځوانان د خپلو شخصي غوښتنو لپاره د ولس رايې په سيند لاهو کوي. دوی په لوی لاس خپل ولايت او خلک د تباهۍ کندو ته ور اچوي...
ښاغلی انجينير نصير احمد امين دلوګر ولايت څخه هغه خپلواک، وطنپال، همدرد او مصلح نوماند دی، چې په خپله نوماندۍ کې يې هيڅ يو ځوان، سپين ږيري او ښځينه پوړ ته د پيسو وړانديز نه دی کړی او نه يې ولس ته کاذبې ژمنې ورکړي. لوګريان په ځانګړې توګه د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي د ښاغلي امين د ښه شخصيت او رښتينتوب څېره دهغه د دندو له ادرس څخه جوتولای شي. يو دنده يې د محمداغې ولسوالۍ د ولسوال په توګه .... ښاغلی امين وړ او رښتينی شخص دی. په ملګرتيايې وياړم. تل يې ملاتړ کوم !!!