Home خانه

محمدآغې کې ۲۳ وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي

محمدآغې کې ۲۳ وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي

( چنګاښ ــ ۱۲ ــ سه شنبه )

Mohammad Agha 400 له وړمې ورځې راهیسې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د آب پران په سیمه کې د ولایتي ځانګړې قطعې لخوا عملیات پر لاره اچول شوي چې تر اوسه پکې۲۳ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په نوموړو عملیاتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي، ۶ ټپیان دي او دغه عملیات لا هم په یادې ولسوالۍ کې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغان حکومت غځول شوی اوربند پای ته ورساوه او ورسره په څنګ کې یې پر وسله والو مخالفینو خپل بریدونه پیل کړل.

ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ