Home خانه

د لوګر مرکز ته اړوند د الوزیو په سیمه کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لوګر مرکز ته اړوند د الوزیو په سیمه کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

( چنګاښ ــ ۱۲ ــ سه شنبه )

Shapoor Ahmadzai 200 تېره شپه مرکز ته اړوند د الوزیو په سیمه کې د ۰۱ ځانګړې قطعې لخوا هوایي او ځمکني عملیات تر سره شوي چې په ترڅ کې یې ۲۴ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په یادو عملیاتو کې د ځانګړې قطعې لخوا هغه ځایونه په نښه شوي دي چې وسله وال پکې راټول ول او د خپلو شومو عملیاتو پلان یې درلود،په دغوعملیاتو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي،څلور ژوندي نیول شوي او همدارنګه له دوی نه ۲ راکېټ او یوه پېکا هم ځانګړې قطعې ته لاس ته ورغلي.
د یادونې وړ ده چې یاد عملیات د شپې له ۹ بجو پیل شوي وو او تر ګهیځه یې دوام کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغان حکومت غځول شوی اوربند پای ته ورساوه او ورسره په څنګ کې یې پر وسله والو مخالفینو خپل بریدونه پیل کړل.

ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ