Home خانه

ځانګړو ځواکونو لوګر کې د حقاني شبکې دوه مهم قوماندانان نیولي

ځانګړو ځواکونو لوګر کې د حقاني شبکې دوه مهم قوماندانان نیولي

Shapoor Ahmadzai 200 د لوګر د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې تیره شپه د لوګر د ځانګړو ځواکونو پولیسو له خوا مرکز پل علم اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د حقاني شبکې دوه مهم قوماندانان نیولي دي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي سلام وطندار ته وویل چې د لوګر د ځانګړو ځواکونو د حقاني شبکې دوه مهم قوماندانان ملا لقمان او ملا سیف الله په سویل خیتځ زون کې د طالبانو مالي او د وسلو د لیږد مسولین دي نیول شوي دي.

احمدزی وایي چې یادو قوماندانانو په لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د دولتي مسولینو د هدفي وژنو مسولیت هم په غاړي لري.

ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ