Home خانه

د لوګر په ازرې کې د یوه ښوونځي د جوړېدو کار پیل شو

د لوګر په ازرې کې د یوه ښوونځي د جوړېدو کار پیل شو

پل علم ، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، دوشنبه، چنګاښ ۴ مه

Azra Logar 400د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د رضاخیلو په نوم د نجونو او هلکانو لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار پیل شو.
د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر محبت خان اصولي، دیني عالمانو، قومي مخورو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د ازرې ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته د یاد ښوونځي د کار د پیل مبارکي وایي او په دې برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي.

 د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه ښوونځی به لس درسي ټولګي، دوه اداري خونې، میز او څوکۍ، د احاطې دېوال،د لمریزې برېښنا سیستم،د اوبو څښلو څاه،کانکریټي کثافت دانۍ، پنځه مجهز تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې ولري.
عرب زیاته کړه،چې د دغې ودانۍ پر جوړېدو څه باندې څوارلس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د هېواد د ملي بودجې له لارې ورکول کېږي.
عرب وایي، چې د یاد ښوونځي کار به د دولسو میاشتو په موده کې بشپړ شي، چې په جوړېدو سره به د ۵۰۰ زده کوونکو د ښوونځي د بې سرپنایي ستونزه هواره شي.

هغه وویل، چې په ازرې ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۱ بیلا بیل تعلیمي مرکزونه شتون لري، چې له دې شمېرې څخه ۱۴ یې ودانۍ نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغې ولسوالۍ ځایي مخورو څو ورځې مخکې د ښوونځیو جوړولو لپاره ۱۵ جریبه ځمکې هم ورکړې دي.

په درناوي
محمد شاپورعرب
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند
ټلېفون : ۰۷۹۴۷۶۷۷۹۷