Home خانه

محمد نبی عیسی خیل

m. nabi esa logari 200 محمد نبی عیسی خیل د افغان ملی کرکټ لوبډلی لوبغاړی او کپټان دی چی هم په بیټنګ او بالنګ کی د افغانستان لپاره ځلیدلی دی. محمد نبی په ۱۹۸۵ کال کی د لوګر په ولایت کی زیژیدلی دی او په ۲۰۰۹ کال کی یی خپله لومړنی ملی لوبه د سکاټلند لوبډلی په وړاندی ګډون وکړ. په ۲۰۱۳ کال کی محمد نبی د بنګلادیش هیواد په کرکټ لیګ کی د سیلهیت رویالز په لوبډله کی ولوبید او دیری ښی لوبی یی ننداری ته وړاندی کړی.

 د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلهی کپټان او تکړه لوبغاړی دی او يو له هغو لوبغاړو چې د ايم سي سي له خوا يې هم لوبه کړې ده ،ښى لاسى منډه جوړونکى او ورو بالر د ١٩٨٥ کال د مارچ په اوومه نېټه په لوگر کې زيږيدلى دى.

 محمد نبي عيسى خيل يو له هغو لوبغاړو دى چې د انگلستان مخکيني کپتان مايک گېتينگ يې ډيره ستاينه او سپارښتنه کړې ده . 

د هغه په انتخاب دى د نړۍ په تر ټولو مشهور کلب ايم سي سي کې ولوبيد .

دۀ د انگلستان د ايسيکس کاونټۍ له دويم ټيم سره په لوبه کې سل منډې وکړې او دغه راز يې د پاکستان د کسټم له خوا هم په يوه لوبه کې سل منډې کړې دي .

ملي لوبډلې ته د محمد نبي عيسى خيل اهميت له دې حقيقته روښانه دى چې دۀ د افغانستان لپاره تر بل هر لوبغاړي ډيرې مندې جوړې کړي دي و په بالينگ کې له حميد حسن وروسته تر ټولو ډير مخالف لوبغاړي هم دۀ سوځولي دي ، محمد نبي عيسى خيل تر اوسه د ٢٨.١٠ په اوسط کې ٨١٥ منډي کړي او د ١٣.٤١ په اوسط يې ٤٦ لوبغاړي سوځولي دي .

د دۀ تر ټولو ډيرې مندې ١١٢ دي او تر ټولو ښه بالينگ يې د ٣٠ منډو په بدل کې د پنځو لوبغاړو سوځول و .