Home خانه

په لوګر ولایت کې دری تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شواو یو تن بل یې ژوندۍ ونیول شو

په لوګر ولایت کې دری تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شواو یو تن بل یې ژوندۍ ونیول شو

نیټه ۱۳۹۷/۴/۳ 

Logar Taleb 2018 06 24 400نن ورځ د لوګر ولایت مرکز اړونده کمال خیلو او سرسنګ په سیمو کې وسلوالو مخالفینو غوښتل چې د کابل لوګر لویه لاره نا امنه کړی او د پولیسو پر ځینو پوستو تهاجمی برید او نظامی قطارونه په نښه کړۍ چې د پولیسو او وسلوالو مخالفینو تر مینځ نښته را منځته شوه چې د ولایت امنیه قوماندان ښاغلی محمد ابدالی تر قومندی لاندی د پولیسو لخوا وسلوالو مخالفینو ته غاښ ماتوونکۍ ځواب ورکړل شو په نتیجه کې دری تنه وسلوال مخالفین وژل شوې یوتن بل یی ژوندۍ نیول شوې همدا شان یو تن وسلوال مخالف جسد سره د یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل د پولیسو لاس ته راغلی.

ــ د لوګر ولایت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتې دفتر ــ