Home خانه

لوګر کې د پوهنې بهیر په ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه

لوګر کې د پوهنې بهیر په ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، غبرګولي ۱۴ مه

Logar Maref 2 400په لوګر ولایت کې د پوهنې له بهیر سره د خلکو د مرستې او همکاریو د راجلبولو په موخه یوه لویه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د ولسمشر او پوهنې وزارت په لارښوونه جوړه شوې وه،چې پکې دولتي چارواکو،ملي سوداګرو،دیني عالمانو، قومي مشرانو،مدني فعالانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال یادې غونډې ته وویل، چې د نورو ولایتونو په څېر د پوهنې په برخه کې یو شمېر ستونزې لري، چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره د خلکو مرستو ته اړتیا شته.
د هغه په خبره، چې له دې غونډې څخه موخه یې داده، چې د پوهنې د بهیر په پیاوړتیا کې د خلکو ونډه زیاته کړي او په دې اهمیت یې پوه کړي، چې د پوهنې بهیر یوازې په دولت پورې نه، بلکې په پښو درول یې په خلکو پورې هم اړه لري.

ده وویل، چې د لوګر خلکو پخوا هم د پوهنې بهیر د ښه والي او پرمختګ لپاره ډېرې مرستې کړي او دی ډاډه دی، چې له دې وروسته د خلکو مرستې د دوی په مرسته لاګړندی شي.
د پوهنې رئیس وایي، چې د پوهنې د برخې ساحه ډېره پراخه ده او کال په کال د زده کوونکو ډیروالی، د نوېوښوونځیو فعالول هغه څه دي، چې په یواځې سره پوهنې وزارت نه شي کولی، چې دغه اړتیاوې پوره کړي نو لازمه ده، چې خلک هم ورسره همکاري وکړي.
د پوهنې رئیس غونډې ته وویل،چې په لوګر کې دا مهال ۳۱۲ تعلیمي مرکزونه شته، چې کابو ۵۰ سلنه یې ودانۍ نه لري او کال په کال په دې ستونزه کې ډېروالی راځي.
هغه زیاته کړه،چې د دغه ولایت خلکو پخوا هم ښوونځیو ته د ځمکې ورکولو تر څنګ نغدې پیسې، کمپیوټرونه، څوکۍ، میزونه، د برېښنا جنراتورونه، نور اړین وسایل او حتی په خپله دې ته حاضر شوي، چې په خپلو پیسو درسي ټولګي جوړې کړي.
د لوګر والي محمد انور اسحقاق زي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د پوهنې برخه هغه څه دي، چې هر کور ورسره په مستقیمه توګه اړېکه لري او لازمه ده، چې هره کورنۍ له پوهنې برخې سره هر ډول مرسته وکړي.
ها خوا د لوګر د ولایتي شورا غړي الحاج سید قریب الله سادات د لوګر پر ټولو اوسېدونکو غږ وکړ، چې له پوهنې ملاتړ وکړي او هم له پوهنې برخې سره خپلې مرستې د پخوا په څېر جاري وساتي.
په دې غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو وویل ،چې دوی اوس په دې پوهیدلي، چې تعلیم د دوی په ژوند کې څومره ارزښت لري او څنګه کولی شو دغه برخه لا قوي کړو.
هغوی وویل،چې د لوګر خلک دې ته حاضر دي، چې د پوهنې له بهیر سره مرستې وکړي که د مرستو راټولو کمپاین پیل شي نو هېڅوک به بې له مرستې ورکولو پاتې نه شي.
په دې غونډه کې یو شمېر سوداګرو، قومي مشرانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو د پوهنې له بهیر سره د ځمکو، نغدو پیسو او بیلا بیلو وسایلو د مرستې ژمنه وکړه.
د غونډې په پای کې یو شمېر هغه دیني عالمان، قومي مشران او د زده کوونکو د کورنیو غړي، چې په تېرو کلونو کې یې د پوهنې له بهیر سره بیلا بیلې مرستې کړې دي په مننلیکونو هم وستایل شول.