Home خانه

د قرانکریم د ښه او ښکلي قرائت کولو سیالۍ ترسره شوې

د قرانکریم د ښه او ښکلي قرائت کولو سیالۍ ترسره شوې

( غبرګولې ــ ۱۳ ــ یکشنبه )

Logar Qraat 400دغه سیالۍ چې د ولایت مقام په لارښونه، د ارشاد حج او اوقافو ریاست لخوا پر لاره اچول شوې وې،په ولایت مقام کې ترسره شوې.
ددغو سیالیو داوران د ارشاد حج او اوقافو له ریاست نه انتخاب شوي وو.چې د ښه قرائت کولو په پام کې نیولو سره به یې د سیالیو ګډون والو ته نمرې ورکولې،په دغو تر سره شویو سیالیو کې لاندې شپږ کسان د ښه قرائت کوونکي اعلان شول:

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

(محمد مجنون,روح الله,عبدالستار,مارينا,انجيلا,تبسم)
دیادونې وړه ده چې د سیالیو ګډون والو ته ډالۍ د غونډې په پای د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي,د ولايتي شورا د رئيس حسيب الله ستانکزي او د ارشاد حج او اوقافو رئيس په لاسونو ورکړل شوې.
په يادو سياليو کې 30 کسان ګډون کړی وو چې 15 نجونې او 15 يې هلکان وو.

لوګر- ولایت- مطبوعاتي- دفتر