Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له یو بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړه

پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتودفتر، چهارشنبې، غبرګولي ۹ مه

Mohammad Rasul 400د پیمان خیریه بنسټ د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب د سیمې له یو بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. 
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د رئیس محمد شاه پیمان زوی همایون پیمان د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت کړې ده. 
په دې مرسته کې دې کورنۍ ته یو بوجۍ اوړه، یو بوجۍ ورېجې، پنځه لېتره غوړي، نیم من بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ د نور کلونو په څېر بیاهم د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو لاس نیوی کړی او تر اوسه یې له شاوخوا ۷۰ کورنیو سره نغدي او د خوراکي موادو مرستې کړې دي. 
د یادو مرستو موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو کورنیو لاسنیوی دی، چې د روژه ماتي لپاره په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده ګرځي.

د دې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو کې وګورۍ!

 هغه موسسې او یاهم شتمن هیوادوال،چې غواړي له یادو کورنیو سره مرسته وکړي نو د پیمان خیریه بنسټ سره په 0046739394622 شمېرې اړېکه ونیسي.