Home خانه

روژه د ده خیر، برکت او ثوابونو میاشت

روژه د خیر، برکت او ثوابونو میاشت ده

Logar Afghanistan 2018 05 14 400روژه په کال کې یو میاشت پرمسلمانانو فرض شوېده او ټول مسلمانان په دې مکلف دي، چې دغه دخدای (ج) فرضي میاشت ونیسي،  روژه نه یوازې په نه خوړلو او نه څښلو بسنه وشي، بلکې خلکو سره نیکي، ښه  چلند، خلکو ته خیر رسول، له کینې، دښمنۍ او نورو ناوړو او ناروا عملونو څخه ځان ژغورل، غیبت نه کول، له بیوزلو سره مرسته له خلکو سره په عدالت او انصاف چلیدل دا هغه څه دي، چې په دې میاشت کې ترسره شي.
په دې مبارکه میاشت کې کولای شو، وازمایو چې د بدو اعمالو ترسره کول د شیطان له لورې ده او که د نفس له لورې دا په دې مانا نده چې صرف له خوړلو او څښلو څخه په دې مبارکه میاشت کې ډډه کو. بلکې خپله خوله، ژبه، سترګې، لاس او ټول وجود د ناروا اعمالو څخه وساتو.

 روژه د رحمتونو میاشت ده په دې میاشت کې الله (ج) خپل رحمتونه په کراتو ، کراتو پر مومنانو را اوروي. نو ضروری ده،  چې هر مومن له خپلې وسې سره سم د بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي چې هم  به د بېوزلو سره مرسته وشې او هم به الله (ج) ترېنه راضي او د ثوابونو تله به یې درنه شې. روژه د مومنانو لپاره یو لوی عبادت دی او همدارنګه د توبې دروازې په دي مبارکه میاشت کې خلاصې وي او انسان باید له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي او په خپلو اعمالو کې بدلون راولي روژه داسې میاشت ده، چې انسان کولای شی له ناروا اعمالو څخه ځان وژغوري او ځان ښې لارې ته سم کړي لکه څنګه چې موږ وینو دهیواد په اکثرو سیمو او ولایتونو کې ډیري سوداګري د روژې په مبارکه میاشت کې ترسره کیږي او سوداګر هم  وخت ته په کتو خپل سوداګریز توکي په لوړو نرخونو پلوري.

خو دوی په دې فکر کې ندي، چې په روژې کې خلکو ته دخیر لاسونه ورکړي، له بیوزلو او غریبو کسانو سره مرستي  وشي، همدارنګه دلوړو بیو څخه لاس واخلي، نوکه چیرته هټیوال دغه کارونه ونکړي، دا په دې مانا چې دوی روژه دسوداګرۍ میاشت فکر کوي، چې ګویا په روژې میاشت کې به  په خلکو ګټې کیږي او یواځې دغه میاشت دګټو میاشت ده.

نه دوی دې  په دې  فکر کې شي، چې په روژې کې خلکو ته دخیر لاسونه ورکړل شي، بیوزلو او مسکنانو سره  مرسته وشي  او  دبیو  په ګرانښت کې له انصاف  کار واخیستل شي.

 باید ټول سره په یوه  خوله  دبې انصافه  هټیوالوسوداګرو  دغو ناروا کړنو ته نور دپای ټکی کیږدي، ترڅو  ټول هټیوال د انصاف  له مخې خلکو باندې  خپل د خرڅلاو توکې وپلوري.

اوس نو  هر وګړي ته پکار ده، چې  په  دې مبارکه  میاشت کې له بیوزلوکسانو سره خپلې مرستې ونه سپموي، ځکه  چې زموږ په هیواد کې ډیرې  بیوزلې کورنۍ شته، چې دیوې مړۍ ډوډۍ دپیداکولو لپاره سهارله کوره وځي او ماښام کورته راځي.

خو زموږ هیوادوال په روژې میاشتې کې چې ګرمي هم ده  او دمجبورۍ له امله د خپلې کورنۍ لپاره دیو څه نفقې دپیداکولو په موخه درانه کارونه کوي اوپه  دغو کې ډیري  داسې بیوزله  کسان هم شته، چې د کار دکولو په تمه له کوره وځي، ولې بیاهم کار  ورته نه وي  اوخالي لاس بیرته کورته راستنیږي.

دروژې په میاشت کې ملي او سیمه ئیز سوداګر، شتمن وګړي او دولت  دوی باید یو اندازه مرستې دمسکینانواو بیوزلو کسانوپه واک کې ورکړي، ځکه دابه دې الله تعالی دخوښیواو رضامندیو لامل وګرزي  او یوڅه ناڅه به  دبیوزلوکورنیو ستونزې هم پرې حل شي.

دیني عالمان وايي، چې په  روژې  میاشت کي یوه نیکي دنورو وختونوپه پرتله لسګونه برابره  ډيرثوابونه لري.

نو څومره  ښه خبره ده، چې زموږ ټول هیوادوال، خلکو ته د تاوان پرځای ګټې ورسوي  او دغه  ګټې دا نه چې زموږ پیسې پرې  لګول کیږي، بلکې  خلکو سره ښه سلوک، خلکو ته ښې  خبرې کول او خلکو سره  که په توان مو څه برابر نه وي،  دهغوی زړونه لاسته راوړل، د خرڅلاو  په توکو کې  له  عدل څخه کار اخیستل او  په وروري فضا کې  ژوند کول ډیر اجرونه او ثوابونه لري.

راځئ، چې دغه دبرکتونو یوه میاشت پوره دزړه له  صدقه ونیسو، خلکو ته دتاوان پرځای خیرونه ورسو، دخلکو زړونه  آزار نه کړو، له کینو او عداوت نه لاس واخلو، دخدای تعالی ټول اوامرو ته  پوره ژمن ووسو، په  خپلو  سوداګري کې له عدل او انصافه کار واخلو  او  کوم فضایل چې ددې میاشتې په  اړه  قران کریم او نبوي  احادیثو کې راغلي، هغه ټول په ځان عملي او په سمه توګه يې اداء کړو، ترڅو ثوابونه به  مو په برخه شو ي وي.

لیکنه : شیرمحمدامیني «ستانکزی»