Home خانه

په ژوند کې یوځل تیروتنه؛ دراتلوونکي لپاره دتجربو ترلاسته کول دي

په ژوند کې یوځل تیروتنه؛ دراتلوونکي لپاره دتجربو ترلاسته  کول دي

Sher Mohammad Stanekzai 200انسان دخپل ژوند په چاروکې له تیروتنو سره مخ وي، خوباید وویل شي، چې تیروتنه  نه یواځې دانسان دناکامۍ لامل ګرځي، بلکې ډیري انسانان راتلونکي لپاره  جوړوي او هغه څه ور زده کوي، کوم چې په تیروتنوکې دسهوې او خطاو سره مخامخ شوي وي.
تېروتنه د انسانانو یو طبیعي اړخ ده، هر انسان تېروتنه کوي خو د تېروتنو په تکرار سره د انساني تکامل جوهر له منځه ځي. هر څوک باید خپل تېروتنه درک کړي یو انسان د بل انسان لپاره دهندارې  په څېر ده، چې د خپلو تېروتنو انعکاس پکې لیدلی شي، هېڅوک په اسانۍ سره د حق او باطل توپیر نشي کولای او خامخا د یو لړ ستونزو او تېروتنو سره مخ کېږي،  چې په دې سره له تېروتنو څخه تجربه او قوي ځواک لاس ته راځي له ښه او مثبتو تېروتنو زدکړه او تجربه د کامیابي او ښې لورې په طرف ستر ګام دی له خپلو تېروتنو زده کړه په انسان کې یو خاص بدلون رامنځته کوي او برعکس دمنفي تېروتنو څخه زده کړه انسان د ناکامۍ کندې ته غورځوي، خو د منفي تېروتنو د خلاصون لپاره کلک هوډ او استقامت ته اړتیا لیدل کېږي چې دې  ټکې ته باید ضرور پام وشی، انسان باید په خپل ژوند کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر د مقابل لورې د هر ډول عکس العمل په مقابل کې بې تفاوته و نه اوسې او د خپلو تېروتنو د نه تکراریدو لپاره دې هڅې وکړي او د منفي ډوله کسانو او اشخاصو له مشورو او غلطو پرېکړو دې ځان وژغوري .

 که تیروتنې په  سهوي اویا په خطايي ډول  دخلکو څخه سر وهي،  ولې بیا کړي  عمل نه غواړي، چې بیاځلي تکرار کړي او په سمه توګه ځان هغه لوري ته جوړه وي، کوم، چې ددې او دخلکو په خیر وي. ځکه انسان تل دپلټنې پراساس دپرمختګ لورې ته ځان باسي او دخپلو موخودترلاسه کولولپاره هلې ځلې کوي اوځان دبریالیتوبونو لوړو پوړیو ته رسوي.

که چیرته دخلکوڅخه تیروتنې په تکراري ډول  سر  ووهي، نو هغه په یوه تلپاتې عادت بدلېږي نه تنهاانسان له بدبختیو سره مخ کوي، بلکې دټولنې ولسونه هم دبدمرغۍ په لوري کش کاږي او شاه تګ ته مخه کوي.

په اوسني عصر کې دټولنیزو پاڼو لخواهغه څه خپریږي، چې دځیني خلکو اهداف پکې نغښتي وي، یا به  ځیني خلک ټاکنوته د ځان  نومولو موخې لري او یا په لوړ موقف کې خلکو ته ځان  وړ اومناسب شخص  ښکاره کوي.

په پښتو کې یو متل دی.  وايي: انسان چې کله خام شي بیا هيڅکله نه پخیږي. نودخلکو په وینا هر هغه څوک چې په تکراري ډول  په خپلو چاروکې پاتې راشي، نو هیڅکله  به دبریالیتوبونو څکه  هم ونکړي او ولس به هم  ورځینې  دلریوالي واټن واخلي او همدارنګه خپل اعتبار هم د لاسه ورکوي.

په اداراتو کې مسؤلین او یا دولس استازي که  خلکو ته  ژمنې  ورکوي، خو د دوی چارې  ټول ولس ته ښکاره دي . 

په زغرده  باید وویل شي،  چې نور ولس اوهیوادوال ددغو بې ځایو وعدو او  ژمنو څخه ستړي شوي او په غلطو ژمنو  نور خاندي چې خپلو هیوادوالو سره شوي او  پرې  ملنډې وهي .  نوبیا څه اړتیا ده،  چې یوچا ته  دروند مسؤلیت سپارل کیږي اویا دهغه تمه لري  اوپه پای کې  د مسؤلیت اداینه  نشي کولی. آیا داسې خلک به دخپل ولس په چوپړ کې وي او که ولسونه او ټولنه  دتباهي لوري ته بیايي.

ددغسې کسانو چې په لومړۍ ځل خلکو سره غوړې وعدې کوي او بیا يې ملاګانې ماتیږي، چې په ایماني او وجداني ډول دخلکو په چوپړ کې وواسي او هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې کړي.

پرې دېږدي؛ چې هغه څوک ځان سره سپیڅلې برنامې اوطرحې لري اودخدمت کولوتوان ورسره وي په دندو  واکمن شي .

اوس چې ځینې کسان اویا د دوی پلویان  په ټولنیزو پاڼوکې دکمپاین موخې لري اوپه درز  ورته کمپاینونه کوي. نه دخپل ځان ستړي کوي اونه هم دخلکو په سترګو دې خاورې شیندي. که رښتیا چې دولس په درد  دردیږي،هغه مسؤلینو ته چې په تیرو کلونو کې دخدمت کولو دنده  ورسپارل شوي وه، نو په  هماغه تیرو کلونو کې به يې ډیرکم خدمت ترسره کړی وای، چې ولس به هم ویلي ؤ، دغه شخص دبیاځلې مسؤلیت اخیستو  لپاره وړ  او خدمتګار کس دی.

دولسونو یواځنۍ  غوښتنه داده، چې په راتلونکي مسؤلیت سپارلو  چې دټاکنوله لارې ترسره کیږي ،  ولس دې په ډیر ویښتوب او ځیرکتیا کار واخلي، ترڅو  دملت لپاره زړه سوانده او دردمن شخص  وټاکي، څو دخلکو  دپرهرونو پټۍ وګرځي.    

لیکنه :  شیرمحمدامیني ستانکزی