Home خانه

د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

شنبه، وري ۱۱ مه

Kabul Mawad 1 400د پیمان خیریه بنسټ له لوري د کابل او لوګر ولایتونو له څلورو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ مشر ښاغلي محمد شاه پیمان کړې ده، چې نږدې ۱۱ زره افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې د کابل ښار درېیو کورنیو ته یوه بوجۍ وریجې، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای او یوه بسته مالګه او د لوګر یوې کورنۍ ته یوه بودجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای، یوه کلیو غوښه او یوه بسته مالګه ورکړل شول.

  د پیمان خیریه بنسټ د کابل ښار له یادو بېوزلو کورنیو سره د دوی په غوښتنه او د لوګر له یوې بېوزلې میرمنې سره د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو ریاست په لارښوونه یاده مرسته کړې ده.

د یادونې وړده، چې د پیمان خیریه بنسټ ۲۳ ورځې مخکې هم د کابل او لوګر ولایتونو له ۴۶ کونډو، یتیمانو،معیوبینو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده.