Home خانه

اشرف غني اوعبدالله ګډه اعلاميه لاسليک کړه

ashraf ghani abdullah 200 د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو دواړه نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله وايي ګډه اعلاميه يې لاسليک کړې، چې پر بنسټ يې د دواړو ډلو ګډ کار مشخص شوی دی.

د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي وويل موږ د هېواد وضعيت ته په کتو دغه اعلاميه لاسليک کړې او په خبره يې دې پايلې ته رسېدلي يو چې د هېواد د ملي ګټو په پام کې نيولو سره ګډ کار وکړو.

ده وویل د ولسمشرۍ دواړه نوماندان خلکو ته يو ډول مسوول دي او زياته يې کړه چې وروسته له دې به د ټاکنو په اړه نه غږېږي، بلکې د راتلونکي حکومت په اړه به خبرې کوي.

 

اشرف غني زياته کړه، چې د اګست مياشتې تر پايه بايد د رايو د ارزونې پايلې جوتې شي او نوی حکومت په کار پيل وکړي.

ښاغلي غني د سيمې او نړۍ وضعيت ته په کتو وويل، موږ نه غواړو، چې افغانستان د عراق او سوريې په څېر له ستونزو سره مخامخ شي.

تر ده مخکې د ولسمشرۍ بل نوماند عبدالله عبدالله وويل دواړو ډلو ګډه اعلاميه لاسليک کړې چې پر بنسټ يې د دواړو ډلو ګډ کار مشخص شوی.

ده وويل موږ بيا هم ژمنه کوو، چې د تخنيکي بهير تر څنګ به د سياسي د پرمخ بېولو لپاره هم هڅې کوو، او په خبره يې دا يې لومړنی ګام دی.

عبدالله عبدالله وويل موږ ژمنه کړې چې په ګډه به کار کوو.

ده يوې ځلې بيا ژمنه وکړه چې د ټاکنو پايلې به مني چې يو نوماند به يې لومړی ځای ولري او بل به يې دويم ځای.

دواړو نوماندانو په يوه خوله وويل هغه څه چې په لاسليک شوې اعلاميه کې ځای لري د افغانستان د اساسي قانون او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه دي.

دوی دواړو وويل چې د هېواد د امنيت، سوکالۍ، ثبات او اقتصادي وضعيت د ښه کېدو لپاره په ګډه کار کوي.