Home خانه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند د دهنو کلي کې نوې امنیتې پوسته جوړه شوه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند د دهنو کلي کې نوې امنیتې پوسته جوړه شوه

نن ورځ نیټه ۱۳۹۶/۱۲/۱۵

Dehnaw 400 د لوګر ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزی، چې د محمداغې ولسوال او د برکي برک ولسوال هم ورسره وو, ددې ولسوالۍ په دهنو کلي کې د نوې امنیتې ځواکونو پوستې د جوړیدو څخه له نیږدې لیدنه وکړه.
امنیه قوماندان د یادې پوستې په هکله رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ولایت مقام د رهبرۍ د هدایت او امنیتي جلسې پریکړې سره سم په یاده سیمه کې باید د کابل لوګر شاهراه او د دهنو کلي د امنیت خوندیتوب په موخه نوې امنیتې پوسته جوړه شي په دغه سیمه کې به تل وسلوالو طالبانو ولس زورولو, بې ګناه خلک به یې وژل غلاوې به یې کولې د خلکو څخه به یې پیسې په زور اخیستې چې ټول ولس ورسره په تنګ وو.

نو په همدې اساس د دغو پیښو د مخنیوي په خاطر نن ورځ نوې امنیتې پوسته جوړه شوه او سر له نن څخه په دې سیمې کې د امنیتي ځواکونو ګډې ګزمې به دوام ولري تر څو هغه چاته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې ولس زوروي او ولس په خپل ارامه او سوکاله ژوند ته ادامه ورکړي.
همدا شان امنیه قوماندان په خپلو خبرو کې زیاته کړه او و یې ویل چې په روان ژمې کې مو زیات شمیر وسلوالو ته مرګ ژبله اړولی او په لوګر ولایت کې اوس هیڅ نوع خارجی وسلوال وجود نه لری.