Home خانه

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په واغجان بازار کې د وسله وال برید له امله دوه تنه ووژل شول

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په واغجان بازار کې د وسله وال برید له امله دوه تنه ووژل شول

لیکنه: محمد نسیم (ستانکزی)

M. Agha 400د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي دغه وسله وال برید د دوشنبې ورځې ماښام شپږ نیمې بجې د محمداغې ولسوالۍ د واغجان بازار په سیمه کې د مشرانو جرګې د دویم مرستیال آصف صدیقي پر سلاکار محمد ولي صاحبزاده شوی چې له امله یې د صاحبزاده دوه ساتونکي وژل شوي او خپله له برید څخه روغ رمټ وتلی دی.
صالح زیاتوي چې وسله والو ددغه برید پر مهال د یادو کسانو یو موټر او دوه میله وسله هم له ځان سره وړې ده.

خو د سیمې اوسیدونکي او عیني شاهدان وايي چې وسله والو د کابل ـ ګردیز پر لویه د واغجان بازار په سیمه کې له دواړو خواو موټر درولي وو او یاد کسان یې له شخصي موټر څخه ښکته کړي او په ډزو سره یې وژلي.