Home خانه

دسلواغې ۲۶ مه؛ دافغانستان څخه سرولښکرو دوتلو ورځ

دسلواغې ۲۶ مه؛ دافغانستان څخه سرولښکرو دوتلو ورځ

Russ från Afghanistan 400 د۱۳۶۷ کال دسلواغې دمیاشتې په ۲۶ مه دشوروي سرولښکروماته دافغانستان په تاریخ کې ثبت اوپه زرینوکرښوولیکل شوه. ترڅونورهیوادونو دداسې بی غیرتې ماتې اوغاښ ماتوونکې ځواب څخه عبرت واخلي.
تاریخ ښودلې چې افغانان دنړۍ هیوادونوپه وړاندې دښې حسنې نیک روابط او علاقمندي ددواړوخوا خاصتاً دګاونډیانوسره ډیرې ښې دي، ولې دخپلې پاکې خاورې دساتنې اودملي شتمنیواوناموس څخه دفاع دیرغلګروپه مقابل کې مبارزه یې کړې دي اوکوي به یې.

کله چې دمرغومي یا جدې شپږمه د۱۳۵۸ کال دسره پوځ یرغلګرود افغانستان په پاکه خاوره په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال دځمکې اوهواله لارې یرغل راوړل، دهیواددویجاړیو، دملیونونوافغانانودشهادت، معلولیت اوبهرنیوهیوادونوته مهاجرت لامل شول، دننني نسل اودهیوادپرونې نسل دغه ورځ به دوی ته نه هیریدونکي وي.
دمرغومې شپږمه نیټه دافغانستان پرسپیڅلې اوآزادحریم دروسي ښکیلاک تیری دشوروي اتحاد دچارواکو یوه ستره تیروتنه وه، په مادي اومعنوي لحاظ یې دواړه ملتونه وځپل اوګڼې ستونزې اوناخوالې یې راوپنځولې، روسانودخپلولاسپوڅوله لارې غوښتل افغانستان ترخپلې ولکې لاندې راولي اودهنددتودواوبوپه لورمخه کړي،خوددوی دغه موخه په دې لامل ناکامه اوشنډشوه چې دخپل ښکارلپاره یې دګیدړې پرځای زمری انخاب کړی ٶ.
دهیواد باتورملت اوزړه ورومجاهدینوپه میړانه اوشجاعت سره دیرغلګروپه وړاندې دجهادبیرغ اوچت کړ، اودزیاتومبارزواونه ستړی کیدونکوهڅوباندې وتوانیدچې ددوملیونو تکړه ځوانانودشهادت آرمان په پوره کیدو په زرګونومعلولو اومعیوبوافغانانوپه ګرځیدو دهیوادڅخه یرغلګروسروپوځیانوته یې ماته ورکړه اودافغانستان له پاکې خاورې څخه په تیښته وشړل، ددې شرمندلې ماتی سره دپخواني شوروي سیسټم له مینځه ولاړ، تیت او پاشان اونورهیوادونه ورڅخه آزاداوخلاص شول.
افغان باتواوغیرتي ولس دخپلونیکونواوپلرونوپه پل قدم ایښې دی، دمتجاوزینواویرغلګروپه وړاندې دخپلوفرضی وجیبوڅخه کاراخیستې دی، څرنګه چې ددوی پلرونو او اباګانودنړۍ استکباري سترقوت انګلیس ته ماته ورکړه، نودوی هم ددویم سترطاقت روس یې له پښو څخه وغورځول او تراوسه یې په ناتاریواوخواریوکینولي دي، نوپه پای کې دافغانانودلابریالیتوب هیله اودافغانستان سمسورتیا جوړونه دهمدې ننګیالیو بچیانوپه مټ غوښتونکې یو.

ليکنه: شيرمحمداميني ستانکزى