Home خانه

د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي له پرون غرمې راهیسې جګړه روانه ده

 د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي له پرون غرمې راهیسې جګړه روانه ده

Mohammad Agha 400د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي اوسیدونکي وايي له پرون غرمې راهیسې په دغه کلي کې د وسله والو طالبانو له خوا کور په کور عملیات پیل شوي او یو تن ملکي وګړی یې وژلی هم دی.
د سیمې اوسیدونکي وايي دمګړۍ هم په سیمه کې سخته جګړه روانه ده او طالبان چاته د وژل شوي کس د مړي د لیږد اجازه نه ورکوي.
خو د محمداغې ولسوالۍ امنیه قوماندان مطیع الله عبدالرحیمزی وایي په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوی او په دې اړه نور خبرونه ناسم بولي.

نوموړی وايي دمګړۍ په سمیه کې د ګډو ځواکونو له خوا چاڼيز عملیات پیل شوي او د وژل شوي سرتیري د وژنې په تړاو هم څیړنې روانې دي.