Home خانه

!دری زره لڅلور سوه لوګري ځوانان را و پېژنئ چې پر دندو یې وګمارم

۳۴۰۰ لوګري ځوانان را و پېژنئ چې پر دندو یې وګمارم!

Halim 400 هغه خلک چې د لوګر د ځوانانو لپاره د کار زمینه غواړي نو ترې هیله لرم چې موږ مس عینک کې ۴۰۰ ځوانانو ته د سرباز او افسر په توګه اړتیا لرو او ټول چې د نا امني یوازې چیغي وهئ، دوی د په ګډه داسې ځوانان چې ددوی ومني ۴۰۰ د په ګډه را معرفي کړي چې ورته استخدام یې کړو او په ملي اردو کې تر ۳۰۰۰ پورې ځوانان را معرفي کړي چې ور ته استخدام یې کړو.

که دا ددوی موکلین او يا ځوانان ددوی په خوله نه کوي، نو کم تر کمه دې د لوګر لپاره چې سرحدي ولایت دی په ګډه سرحدي ځواک منظوري له دفاع وزارت څخه واخلي او که دا هم نشي کولای نو هغه ولس چې رایه یې ورکړېده او دوی ورباندې تاثیر لري هغه د وهڅوي چې کم تر کمه د زېربنایي او اقتصادي پروژو امنیت د ونیسي او که دا هم نشي کولای، بیا د کم ترکمه زموږ امنیتي ځواکونو باندې د نېوکي پرځای پر دوښمن د بریالیتوب دعا وکړي او که دا هم نشي کولای نو ولایت ته دې راشي او ماته د عملي طرحه چې ممکنه وي وړاندې کړی او که دا هم نشي کولای موږ له خپلو ټولو هڅو سره خپلي نیمګړتیاوې منو او داصلاح لپاره یې عملي کار کوو.
البته زه د لوګر له اصیلو، ریښتینو متعهدو او متنفذو مشرانو چې له ټولو تهدیداتو سره سره یې په کلیو کې انکشافی کارونه پلي کړیدي، وحدت او ولسي شخړي هواري کړیدي د زړه له کومې مننه کوم. دوی دې چې موږ يو.