Home خانه

ماشومان زموږ راتلونکي جوړوي

ماشومان زموږ راتلونکي جوړوي

Amanullah Stanezai 200لکه څنګه چې پوهیږو ماشومان دنن ورځې کوچنیان دي، خو دسبا ورځې زلمیان دی، نو همدا ماشومان دټولنې سیاسي او دټولنې دپرمختګونو برخه ده. که چیرې ماشومان سم وروزل شي او خپل وخت بې ځایه تیر نکړي، نو ژر به ددې ورځې شاهدان واوسو، چې زموږ هیواد خورا زیات د هغو هیوادونو په قطار کې ودریږي، چې نن موږ ورته د مختلفو توکو اړتیاوې لرو او خودکفا وواسي.
هره کورنۍ باید خپل مسؤلیت چې دماشومانو د روزنې اوپالنې پروړاندې لري، په سمه توګه دهغوی د روزنیزاو ښوونیز چارې په ښه توګه سرته ورسوي، ترڅو په راتلونکي کې دخپل د زیار او کوښښ پایله وګوري، هیڅ کله هم خپل ماشومان بې ځایه کارونو ته ونه هڅوو او یاهم دتعلیم او درس ویلو وخت يې ونه نیسو.

 په ماشومانو درانه کارونه مه کوئ  پریږدئ، چې نن همدغه تنکي ګلان درسونه ووايي او سبا ته یو روښانه راتلونکي ولري، چې هم ولسونه او هم هیوادوال پرې وویاړي اوهم دنړۍ خلکو ته وښايي، چې افغان ماشومان څومره ځواکمنتیا او وړتیاوې له ځانه  لرلای  شي.

لیکنه: امان الله «ستانکزی»