Home خانه

دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

Abdulrashid Mashinai 400 په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې دلوګر دسيمه ييزې موسيقۍ سرنده غږونکى استادعبدالرشيد مشهور په ماشينى ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
استاد ماشينى وړمه ورځ د اتيا کلو په عمر په کابل کې ساه ورکړه او جنازه يې په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شوه.
استادعبدالرشيدماشينى دلوګر د سيمه ييزې موسيقۍ بنسټ ايښودنکى استاد درمحمد مشهور په ۥدرى لوګري زوى ٶ؛ چې دخپل پلار شاګردي يې وکړه او وروسته بيا دهيواد دنورو تکړه هنرمندانو څخه دهنرپه برخه کې زده کړې وکړې.
ارواښاد اتياکاله وړاندې دلوګر دمحمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې زيږيدلى ٶ.

ارواښاد ماشيني دلوګر هنري موسيقۍ ته وده ورکړه او ددې ولايت دموسيقي په آله کې سرنده يا غچکه غږوله، نوموړي د افغانستان په ملي راډيو ټلويزيون دموسيقۍ دتوليد په آمريت کې دنده ترسرکړي وه.
ارواښاد دلوګر موسيقي ته بې سارې خدمتونه کړي، چې دغه هنر يې په شور او خروش سره دموسيقي مينوالو ته ځلولي؛ په سلګونو هنري محفلونو کې خلکو ته لوګرۍ نغمې ټنګ ټکور، شش کبابي،سه سلامي او شيروشکر سندرې او سرنده يې غږولي.
ددې مړينه دلوګر په موسيقۍ کې يوه لويه تشه بلل کيږي. ارواښاد ماشينى دې الله تعالى وبخښي؛ کورنۍ او ددې لارويانو ته د زړه صبر غوښتنه دلوى څښتن تعالى له درباره کوم.
اروايې ښاده!

په درنښت
شيرمحمداميني (ستانکزى)