Home خانه

د محمداغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د هر اړخیزې څیړنې په موخه د ټولو امنیتي مسولینو په ګډون پدې ولسوالۍ کې فوق العاده امنیتي ناسته ترسره شوه

د محمداغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د هر اړخیزې څیړنې په موخه د ټولو امنیتي مسولینو په ګډون پدې ولسوالۍ کې فوق العاده امنیتي ناسته ترسره شوه

(سلواغې-۴)

Mohammad Agha 400 نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ په محمداغې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه فوق العاده امنیتي غونډه ترسره شوه چې پکې د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي،امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي،د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق صافي، ملي امنیت رئیس غلام رباني،امنیت امر، محمداغې ولسوال نورمحمد عبیدي، د ولسوالۍ ټولو امنیتي مسولینو او د همغږۍمرکز مسولینوپکې ګډون کړی و.

په جلسه کې ددې ولسوالۍ د هر اړخیز امنیتي وضعیت د څیړلو لپاره د ټولو امنیتي مسولینو ترمنځ خبرې او لازم تصمیمونه ونیول شو.