Home خانه

د لوګر د مرکزي ښوونځیو له مسوولینو سره غونډه جوړه شوه

د لوګر د مرکزي ښوونځیو له مسوولینو سره غونډه جوړه شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه،د سلواغې ۸ مه

Maref Logar 400د لوګر د پوهنې ریاست د مسوولینو او د مرکزي ښوونځیو د مدیرانو او سر ښوونکو تر منځ غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه نن له غرمې مخکې د دغه ریاست دغونډو په تالار کې وشوه، چې په مرکز پورې اړوند د دولتي او خصوصي ښوونځیو مدیرانو او سر ښوونکو پکې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د راتلونکي نوي تعلیمي کال د چمتوالي، د نوېو زده کوونکو د جذبولو، زده کوونکو ته د درسي کتابونو او قرطاسیې د وېش بهیر پیلولو، په ښوونځیو کې د نیالګیو کېنولو او د ځینو نورو مهمو اداري موضوعګانو په تړاو خبرې اترې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په غونډه کې لارښوونه وشوه،چې راتلونکی نوی ښوونیز کال د ولسمشر د لارښوونې له مخې د پوهنې د عمومي حشر په نوم پیل شي او په دې حشر کې د پوهنې بهیر د ښه والي لپاره ټولو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو ته ونډه ورکړل شي.
دغه راز په یاده غونډه کې د ښوونځیو مدیرانو او سر ښوونکو خپلې غوښتنې او ستونزې د پوهنې ریاست له مسوولینو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست د پاتې نورو ولسوالیو د پوهنې آمرانو ته هم لارښوونه کړې ده، چې د خپلو ښوونځیو د مدیرانو او سرښوونکو ترمنځ ورته غونډې جوړې کړي،څو د راتلونکي نوي تعلیمي کال لپاره پوره چمتوالي ونیول شي.