Home خانه

په تېرو دوو ورځو کې په لوګر کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي

Logar Charkh 200 ددغه ولایت د څرخ ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکې نن مرکز پل علم کې داعتراض په توګه را ټول شوي وو.

د څرخ قومي مشرانو سلام وطندار ته وویل د تیرو دوه ورځو راهیسي په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان دي.

هغوی خبرداری ورکړ چې که چیري افغان حکومت د ملکې وګړو ژوند خوندېتوب ته پاملرنه ونه کړي نو د وسله والو مخالفینو په لېکو کې به د دولت پر ضد وجنګیږي.
دا هم د څرخ ولسوالۍ د څو تنو اوسېدونکو اعتراضونه چې د نور احمد په نوم د یوه دولس کلن ماشوم په ژړغونې غږ پیلیږي.

« زما پلار یو غریب کار وو سهار یې ولایت ته زردالو د پلورلو له پاره وړي وو، خو کله چې بیرته راستون شو نو د ملي اردو کسانو وواژه زه له دولت څخه غواړم چې زما پلار یی ولي وواژه؟»
 « زما نوم سید آغا دی زه د څرخ ولسوالۍ اوسیدونکی یم باور وکړی چې د ملي اردو عسکرو څومر ظلم کړی دې کفارو نه دي کړی، ښځي او ماشومان یې وژلي دي، زه د لوګر له والی او امنیه قومانداني څخه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره دغه سرتیري قانون ته وسپاري.»
 «زما نوم انجینر محمد خان دی زما ورور یې له موټره راښکته کړ او ځاي پر ځا يې وواژه زما ورور بي ګنا دی ۱۶ تنه ملکیان چې ښځي او ماشومان ورکې ټول وژلي دي.»
د لوګر والی نیازمحمد امیري په څرخ ولسوالۍ کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله مني خو وایې چې ډير ژر به ددې مسلې د سپیناوي په موخه چې دغه ملکي وګړي د ملي اردو سرتیرو وژلي او که وسله والو مخالفینو؟ سیمې ته پلاوی ولیږي.
« د څرخ ولسوالۍ عملیات او د ملکی وګړو وژنه تاییدوم خو معلومه نه ده چې څومره ملکیان وژل شوي دي او څومره مخالفین زه سر له نن څخه یو ګډ پلاوی یادی ولسوالې ته لیږم څو ژر ترژره په دی اړه کره معلومات په لاس راوړي.»
هڅه مو وکړه چې په دی اړه د لوګر او میدان وردګو ولایت د ملي اردو پلې لواء چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو د بیا بیا اړیکو سره سره هم د هغوی په نظر اخېستو ونه توانېدو.
هاخوا د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاق زی په څرخ کې د پوځي عملیاتو پر مهال د لسګونه وسله والو وژل کېدو خبره کوي، خو د ملکی وګړي مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایې. 
« په څرخ ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي او په دغو عملیاتو کې لسګونه وسله وال وژل شوی دي زه د ملکی وګړو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه شم ویلي خو که څه معلومات مو په لاس راوړل بیا به یی له رسنیو سره شریک کړو.»
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د تیرو څو ورځو راهیسي د لوګر په څرخ، برکې برک، محمداغي او پل علم کې، ملي اردو او ملي پولیسو ګډ چاڼیز عملیات پيل کړي دي.

خان ولي احمدزی - لوګر