Home خانه

په افغاني ټولنه کې دانګیرنو (فالونواو شګونونو) دودونه

په افغاني ټولنه کې دانګیرنو (فالونواو شګونونو) دودونه

sher mohammad stanekzai 200دپښتو شفاهي ادبیاتو کې یوه غوره څانګه انګیرنې ( فالونه او شګونونه) دي، چې لرغونې لړلري.
انګیرنې (شګونونه) دهیواد په ډیریو سیموکې تراوسه هم  رواج دی، چې دغه کړنې له پخوانیو خلکو موږ ته راپاتي دي، ځکه  پخواني ولسونه دعلم اوفرهنګ څخه دومره  برخمن نه ؤ، دوی دخپلو عقایدو او افکارو له مخې دپیښو او واقعو لاملونه دخپل قضاوت له مخې ټاکل، چې  ګویا دغه عمل دخلکو په  زیان او یا په ګټه يې دی.

 خو فالونه او انګیرنې په وروسته پاتي ټولنو کې لاهم دود دی، چې ډیري ولسونه پدې عقیده څرګنده وي، وايي، چې دغه عمل  سم او واقعیت لري، خو داسلام له شرعي احکامو له مخې نباید په دغوناسمو عقیدوي افکارو سړی عمل وکړي؛ بلکې دا په اسلامي ټولنه کې یو زیږنده عمل بلل کیږي او ناروا هم دی.

فالونه او شګونونه په هغه ټولنه کې چې انسانان يې دعلم او یاتجربو مرحلو ته نه وي رسیدلي، نو دپيښو دعلت  دمعلومولو لپاره دعقیديې دلایلو او خیالبافیو څخه کار اخلي، چې په ناببره توګه انسان کومه پيښه په سترګو وویني اویا په غیر ارادي ډول دانسان دبدن کوم غړي يې په حرکت شي، نو ددې لپاره انګیري چې ګوندې له دغې پيښې سره مخ اویا دخوښۍ کوم خبر ترلاسه کوي، چې په حقیقت کې دغه عمل هیڅ کومه مانا نه ورکوي او یو خرافاتي عمل دی.

دانګیرنې یا فالونو  زیانونه او ګټې  ډیري انسانان تراغیزې راولي، که چیرته  څوک کوم فال په بد شګون وویني کیدای شي، تر ډیر وخت پورې  به دسوچونو په دنیا کې غرق وواسي او آن تردې چې په رواني ناروغۍ هم اخته کیدای شي او هغه کسان چې  شګون يې په نیک عمل ښودل شوي وي، دا کس به  هم د ډیرو وختونو  انتظار ته  شیبې شمیري، چې کله به دخوښۍ له پیښو سره مخ کیږي.

که ولیدل شي، په ورسته پاتي ټولنو په ادبیاتو کې فالنامې هم لیدل کیږي، خو په دغه لیکنه کې به یواځې په فلکلوري انګیرنو خبرې وشي. داهغه فالونه دي، چې زموږ د ولسونو ترمنځ باور يې زیات دی، چې دهیواد په ډیري سیمو کې ډول ډول  انګیرنې شتون لري، چې  ځیني انګیرنې يې منثور او ځیني يې په منظوم ډول دي.

په وروسته پاتې ټولنه کې فال اچول او یافال لیدل دځینو مرادونو لپاره هم کارول کبږي او ځیني کسان دخپل ځان ډاډه کولو لپاره فال لیدونکو ته ورځي. نو انګیرني یوخیالي اوذهني نقشي دي، چې دخلکو په ذهنونو کې ګرځي، که اوس ځیر شو نو دغه انګیرنې ورځې تربلې دخلکو له پامه غورځي او ځاي يې دپوهې ډیوې نیولي دي، چې داهم دخلکو په پرمختګ کې ستر رول لیدل کیږي او که دانګیرنو نړۍ ته مخه شي، دابه ولسونه نورهم دجهالت کندې ته وغورځوي او هیڅکله به  دانسانانو دفرهنګ په تکامل کې پرمختګ ونه لیدل شي. ځکه ټولنه په فرهنګ ژوندۍ پاتې ده، که فرهنګ د وخت په اساس وده ونکړي، نو ټولنه هم ورسته پاتي وي او دپرمختګونو  سبب نشي کیدای .

خو باید دغه انګیرنې هم له پامه ونه لویږي، ځکه دا زموږ دفرهنګ  برخه شمیرل کیږي، ولې عملي بڼه په دیني ارزښتونو سره ورنکړل شي ، ځکه دا دفلکلوریک ادبیاتو برخه ده، نو کوښښ دې وشي، چې دخپلو فلکلوریک ادبیاتو بډاینه په سمو کړنو او فرهنګي ارزښتونو سره وشي.

دلوګر په سیمه او دهیواد په ولایتونو کې ورته انګیرنې په لاندې ډول دي، چې دځینو یادونه يې دلته کوو.

۱ – که دچا ښی لاس وتخنیږي وايي، چې پیسې ترلاسه کوي او که دچا کیڼ لاس وتخنیږي، وايي، چې پیسې يې له لاسه  ځي.

۲ ـ دچاي څښلو په پیاله کې دشمې لوی خولکی چې ولیدل شي وايي، چې کورته  يې  میلمه راځي.

۳ ـ دچا زنه چې وتخنیږي وايي، چې په کور کې ماشوم دنیا ته راځي.

۴ –  دلاسو او پښو دګوتو نکان یو ځای غوڅول وايي، چې غم او ښادي په یو ورځ وي.

۵ ـ دکلیانو شړنګول وايي،  چې  جنګ نښلي.

۶ – ښی سترګه الوتل وايي، چې خوښي ویني او کیڼه سترګه الوتل وايي بد خبر ترلاسه کوي.

۷ ـ  د اوړو لندولوپرمهال یوه ټوټه يې الوتل، په دې مانا چې کورته میلمه راځي.

۸ ـ  کله چې د دو کسانو ترمنځ لفظي شخړي شي، نو دریم شخص به  دخپلو لاسونو نکان یو بل سره جنګوي. وايي، چې په جنګ واوړي.

۹ ـ  دچا  دکور په بام کله چې کاغکۍ نارې وهي، دکور خلک له ځان سره وايي، چې ښه خبر، دا په دې مانا چې مسافريې کور ته راځي.

۱۰ – ژبه دغاښونو لاندې کیدل  په ناپامي ډول، وايي، چې چاه مې غیبت وکړ.

۱۱ـ  دسترګو دوریځي په سر  دیو کوچني خزلې  نښل وايي، چې کالي څوک راته کوي.

۱۲ ـ په شپه کې دچرکې آذان په دې مانا چې دکور څښتن خپل سر خوري او کورنۍ يې  وايي، چې باید دغه چرګه ژر ترژره حلاله شي.

۱۳ ـ د ډوډۍ خوړلو پرمهال پرنجی  کول ، په دې مانا چې  نږدې دوست دې  یاد کړې.  

لیکنه : شیرمحمد امیني ستانکزی