Home خانه

د ولایت امنیه قوماندان په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو لیدنه او کنټرول وکړ

د ولایت امنیه قوماندان په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو لیدنه او کنټرول وکړ

نیټه ۲/۱۱/۱۳۹۶

Police Logar 400د لوګر ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي نن ورځ د څرخ ولسوالۍ نه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د تیرو پنځو ورځو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو لخوا د نصرت په نوم ګډ عملیات پیل شویدي او اوس هم لا روان دي چې امنیه قومندان ددې عملیاتو څخه له نیږدې څخه لیدنه او کنټرول وکړ.

د دې عملیاتو رهبري د څلورمې پلې لوا قوماندان بریدجنرال عبدالرازق صافی پر غاړه لري, صافي د ولایت امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ چې ټول امنیتي ځواکونه په ګډه سره خپله دنده ته په میړانه ترسره کوي او تر دامهاله پدې عملیاتو کی دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې عملآ د ولایت امنیه قوماندان نن د دښمن هغه ویجاړ شوې ځایونو څخه لیدنه وکړه امنیتي ځواکونو د دښمن ډیر مهم پټنځایونه (ډیپوګان) انفجاریه توکي له منځنه وړيدي, همدا شان مختلف النوع سلاح مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته راغلي چې پوره معلومات به د عملیاتو د ختمیدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.
همدارنګه امنیه قومندان د جګړې لومړۍ کرښې سربازان هم تشویق او تقدیر کړ.
د یادونې ده چې تر اوسه شهیدانو,رستم خیلو,زلاله,ارکان,نوشهر,سرمعلم سیمې له وسله والو پاکې کړیدي.