Home خانه

!!!انتحاري اوس حرام او ناروا شو

انتحاري اوس حرام او ناروا شو!!!

fidai 400 د پاکستان عالمانو د مولانا فضل الرحمن په ګ‌‌‌‌‌‌ډون څوک چې د طالبانو معنوي پلار یادېږې، انتحاري حملې ناروا وګڼلي چې له دې دريځ څخه څو خبرې جوتېږې:
د طالبانو لپاره نور ددین په نوم جګړه په افغانستان کې ددین له نظره او هغه هم ددوی د مرشدانو او مربيانو له لورې د فتوا په ورکولو سره مشروعیت نلري.
دې فتوا څرګنده کړه چې د پاکستان د ملایانو ددین خبره نه وه، نه د شریعت او یا خلافت، بلکې دین یې د یوې وسیلې په توګه کارولو، ځکه دا فتوا اوس ورکول دا مانا نلري چې پخوا انتحاري روا وو او اوس ناروا بلکې په دین کې د حلال او حرام شارع یوازې او یوازې د الله احکام او رسول الله صلی الله علیه وسلم علیه وسلم دی. حلال او حرام معلوم دي او دا د چا سیاسي فتوا ته اړتیا نلري خو پاکستانی ملایانو او اخوندانو ناروا عمل د خپلو ګټو لپاره کارولو.

له دې فتوا څخه دا هم څرګنده شوه چې کومو کسانو پخوا انتحاري حملې کړېدي او یایې اوس کوي، هغوی دوزخیان او ګناهګار دي، ځکه یو ناروا عمل یې ترسره کړېده.
ددې فتوا نه دا هم استنباط کېدای شي چې د پاکسناني ملایانو او اخوندانو دا فتوا هم یو سیاسي چل او تاکتیک وي، ترڅو نړۍ ته وښيي چې دوی ترهګرۍ نه روزي او د نړۍ والو فشارونه یو څه ځن‌‌‌‌‌‌ډني کړي.
دا فتوا د افغانستان ددولت. او ولسمشر د سییمه ایزی او نړیوالې ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماسۍ او هڅو نتیجه ده چې ملایان او اخوندان یې په فکري سنګر کې په ګون‌‌‌‌‌‌ډو کړل.
افغان طالبانو ته اوس یو لوی فرصت دی چی له ناروا جګړې لاس واخلي او د سولې لار او سیاست خپل کړي.
طالبان او نور جنګیالیو ته دا څرګند پيغام دی چې کله د پاکستان ملي ګټي په خطر کې شي، نو بیا سب سے پہلے پاکستان دی او تاسو بیا د پيسو په مقابل کې پلورې، یا مو که هرڅوک، هرچېرته او له هرچا سره یاست شړي مو، وژني مو او خپل هېوادنۍ ګټو ته لومړیتوب ورکوي او تاسو لکه دین چې د وسیلې په توګه استعمالوي، تاسو هم د یوې وسیلې په توګه کاروي، نو راځي د افغان او خپل نظام ننګه وکړي او د خپلو ملي او هېوادنۍ ګټو ساتنه وکړي.
ترڅو چې د پاکستان ملایان او اخوندان په خپلو مدرسو کې د افراطيت او نظامي ټریننګونه او نصاب ختم نکړي، د انتحار او افراط کارخانې به خپل تولید ته دوام ورکوي، نو دا ملایان نور همدا د ناروا درسونه او سبقونه ختم کړي، ځکه د نارواوو تبلیغ یو شیطاني عمل دي.
د پاکستان دولت باید د وسله والو پر خلاف عملي اقدامات وکړي او په عمل کې دا وښيي چې دوی سوله غواړي، دافراطيت منابع او بهاني ختمي کړي او ټول پټنځایونه له منځه یوسي.
ددې وېره هم شته چې ددې فتوا څخه په استفادې د بلوڅو او پښتنو سیاسي مخالفین او مشران په نخښه کړي او اصلي تروریستان همداسې چاغ وساتي او نور یې هم غښتلي کړي.
دا چې عملي اقدامات څنګه معلوم کړي، هغه په افغانستان کې د جګړې ختمول دي، د وسله والو سولې ته را ماتېدل دي، په افغانستان کې د انتحاري حملو بشپړ ودرول دي، د انکشافي او اقتصادي برنامو مخه نه نېول دي او د ټولو تروریستي رواني، جنګي او تبلیغاتي جګړې درول دي نو بیا به موږ یو څه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمن شو چې دوی هعه ناروا عمل چې نن یې پر ناروا والې فتوا ورکړه، عملي کړه. که دا کارونه و نکړي، نو وېره ده چې یو بل بدیل تروریستي ځواک تر بل نوم لاندې ونه زېږوي.

محمد حلیم فدایی