Home خانه

په غرور راغلي؛ خو بیرته ګوډ، مات او سرکوزي تللي شورویان

په غرور راغلي؛ خو بیرته ګوډ، مات او سرکوزي تللي شورویان

RUS 400د مرغومي شپږمه؛ هغه نه هیریدونکي ورځ؛ چې افغانستان باندې سرو پوځي  لښکرو دځمکې او هوا له لارې یرغل راوړل، دا په تاریخ  کې هغه ورځ ده، چې پیلامه  يې   دهیواد په ټولوسیمو کې دغمیزو، بدبخیتو، ویجاړیو او  وژنو سرچینه ګڼل کیږي.
دمرغومي یا جدي شپږمه د۱۳۵۸کال روسي یرغلګر په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال افغانستان ته راننوتل او د لسو کلونو په اوږدو کې دمجاهدینو د جهاد سره مخ ول. روسي یرغلګرو دهیواد دویجاړیو، د ملیونونو افغانانو د شهادت، معلولیت او بهرنیوهیوادونو ته  د افغانانو کډه  کیدل دا هغه څه ؤ چې روسانو خپل  مردارو موخو ته ورسیدل خو پایله  دافغانانو په برخه او شوروي  یرغلګر له کلکې ماتې سره مخ شول.

 دمرغومي شپږمه   دافغانستان پرخاوره  دشوروي  سرو پوځ  ستره تیروتنه په مادي اوهم په معنوي  توګه وه، خو  دواړه  هیوادونه يې وځپل اوګڼې ستونزې اوناخوالې یې رامنځته کړې.  

سرو پوځیانو دخپلولاسپوڅو د لارښوونې په اساس غوښتل، چې  افغانستان ترخپلې ولکې لاندې  کړي  او تودو اوبو ته ځان ورسوي ،خوددوی دغه موخه په دې لامل ناکامه اوشنډشوه چې دخپل ښکارلپاره یې دګیدړې پرځای زمری غوره کړی  ؤ.

افغانانو دیرغلګروپه وړاندې دجهادجنډه پورته کړه اونه ستړی کیدونکي سرښندنې  له ځانه پريښودلې، دوی  د ډیرو مبارزو او دخپل هیواد دساتلو په موخه   دوه ملیونه  افغانان دلاسه ورکړل او همدارنګه زموږ  په  لکونو هیوادوالو خپل دبدن غړي  د جهاد او سرښندنې  او د شوروي یرغلګرو دتیري  او ظلمونو په اساس له لاسه ورکړل.

د افغانانو دجاهد پایله او ثمره دا شوه، چې  شوروي سرو پوځیانو سره د زیاتو مبارزو او سرښندنو  سپیڅلي  بیرغ  دهیواد په  ګوټ ګوټ کې  ورپول  شو او شوروي عسکر له سختوماتې سره مخ شول، چې بلاخره ددې شرمندلي ماتی  له امله  دپخواني شوروي سیسټم  درې وړې  او  له مینځه ولاړاو هغه هیوادونه چې شوروي لاندي کړي ؤ هم آزاداو له روسانو   څخه  آزادي  خپله کړه.

د۱۳۶۷ کال دسلواغې دمیاشتې په ۲۶ مه دشوروي سرولښکروماته دافغانستان په تاریخ کې ثبت اوپه زرینوکرښوولیکل شوه، ترڅو زموږ هیوادته نور هیوادونه په بدنیت  ونه ګوري، لکه څنګه چې دغه ستر هیواد (شوروي) افغانانو دړې وړې کړل، یو عبرتناک درس به وي. 

زموږ تاریخ ښودلې چې افغانان دنړۍ هیوادونوپه وړاندې دښې رویې او علاقمندۍ  په  اساس او په ځانګړې توګه د ګاونډ هیوادونو سره  دښه روابطو په ساتلوکې ژمن پاتې شوی، خو ګاونډ او نورهیوادونه دې په دې فکر کې نه  اوسي، چې ګوندې افغانستان   کې هر کار د دوی په توان پوره وي ترسره  کړي، ولې داچې افغانستان په یو مهم او اساس پړاو کې قرار لري ، نو ځیني هیوادونه چې  په ښکاره او یا په پټه توګه  دهیواد په چارو کې مداخله کوي، دافغانانو دچپتیا او له  دغوهیوادونو سره دښه سلک او ښه چلند  نه  نباید ناوړه ګټه پورته کړي، بلکې  دنړۍ سترځواکو هیوادونو  ته چې افغانانو غاښ ماتوونکي ځواب ورکړی له  دو ی دې عبرت واخلي.

  میړني ولسونه   دخپلې پاکې خاورې دساتنې،  دملي شتمنیواوناموس څخه د دفاع  په خاطر دیرغلګروپه وړاندې  سرښندنې  کړي  او په کرار ندي ناست.

دوی  دخپلونیکونواوپلرونوپه پل قدم ایښي دي، دبهرنیو هیوادونو هر ډول  ناوړو کړنو ته چې په افغانستان کې ترسره کوي،  یو ورځ به يې پوښتنه  ورځينې وکړي، ځکه  د میړنو  خاصه داده، چې  له صبر نه کار اخلي.

 زموږ ولس د متجاوزینواویرغلګروپه وړاندې خپل فرضي  مسولیت ادا‌ء کړی دی، څنګه چې  زموږ اباګانودنړۍ استکباري سترقوت انګلیس ته ماته ورکړه، نوپلرونو مو ددویم سترطاقت روس یې له پښو څخه وغورځول، چې تراوسه یې په  ناتاریواوخواریوکینولي دي او اوسمهال  ځوانان  مو دهیواد د رغوونې په موخه لاسونه بیډ وهلي  ترڅو خپل  کړیدلي ولس ته  خدمت  وکړي او څوک پرې نږدي، چې  هیوادمو په کڼدواله بدل کړي.

نوپه پای کې دافغانانودلابریالیتوب هیله اودافغانستان سمسورتیا جوړونه دهمدې ننګیالیوبچیانوپر مټ غوښتونکې یو.

لیکونکی : شیرمحمد امیني ستانکزی