Home خانه

د سنځل ګل مشاعرې موسم تېر شو

etlaat farhang 200 د سنځل ګل مشاعرې موسم تېر شو، خو د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا ونه نمانځل شوه. پوښتنه دا ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر او نور مامورین یې په کوم داسې مهم کار مصروف و، چې د یوې مهمې مشاعرې نمانځل یې له یاده ووتل؟

 د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ماضي ته که وکتل شي، په لوګر کې یې په خپل څو کلن کاري بهیر کې د فرهنګ او ادب د غوړیدو لپاره هیڅ نه دي کړي او هغه کارونه یې چې کړي، دومره د ټیټې سویې دي، چې د فرهنګي کار په سترګه ورته کتلی نه شو. شاید یوه وجه یې دا وي، چې تر دې دمه یې وړ مشر نه دی موندلی. د لوګر میشتو فرهنګیانو په وینا په ریاست کې لا هم مداریان او چاپلوسان په واک کې دي، چې د هیڅ ډول فرهنګي کار تمه ترې نه شي کیدی.

 

د دې ریاست مشر او نور مامورین دومره بې کفایته دي، چې حتی په ټول کال کې یوه مشاعره هم نه شي جوړولی، خو د خپل جیب ډکولو لپاره هر چا ته چاپلوسي کوي.

د یادونې وړ ده، چې د اختر په ویاړ په جوړه شوې مشاعره کې د لوګر د ځوانانو ټولنیزې او کلتوري ټولنې هم پر دې ریاست نیوکه وکړه، چې پر خپل وخت یې د سنځل ګل مشاعره ونه نمانځله او له دوی یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.