Home خانه

مطالعه د ذهنونو دودې لپاره بله ډیوه ګڼلی شو

مطالعه د ذهنونو دودې لپاره بله ډیوه ګڼلی شو

Shir Mohammad Stanekzai 200پوهه  انسان له غلطو لارو څخه ژغوري او په هغه لار  يې برابره وي، کوم چې پکې دخیر، ښیګڼې  او پرمختګ سبب کیدای شي. نو دعلم ترلاسه کول  د ژوند تر پایه پر ټولو انسانانو فرض دي، چې ددغه بې پایه  ثمرې نه  خوند واخیستل شي، ځکه علم پای نلري او دیو سمندر په شان  روان وي.
داچې زموږ په بیوزله او جنګ ځپلي هیواد کې  دعلم وړانګې  پرخلکو څومره اغیزي کړي او یاداچې دوی څومره له دغه وړانګو ګټه پورته کړېده، لاملونه يې  په هیواد کې دڅو لسیزې جنګونه، داقتصاد ټیټوالی او نورې ناخوالې وي، چې زموږ دځوانانو  د زده کړو په مخنیوي کې رول درلودلي دي.

 خو اوس افغانان په دې پوه شوي، چې  دتعلیم نه نور بله داسې ګټه نشته، چې  پخپلو بچیانو يې پیرزو کړي، ځکه  پوهه ترلاسه کول  د ټولنې او دهیواد په پرمختګ کې ستر رول لوبولی شي.

مخکنۍناندرۍ چې په هیوادکې رامنځته شوي  وې، دا دناپوهۍ سترې بیلګې وې، چې موږ ورسره مخ شوي ؤ، ولې داچې په هیواد کې دتعلیمي مرکزونو دروازې پرخلکو تړل شوې وې او ځوانان دبدبختیو  له امله بهرنیو هیوادونو ته ستانه اویا داچې په همدې بدبختیو کې پاتې  او زده کړې يې ترسره  نکړې .

زموږ اوسني نسلونه تل هڅه کوي، چې  زده کړې وکړي، دوی  په دې هم پوه شوي، چې زده کړې نه یواځې دمادیاتو لپاره  دي، بلکې دخپل معنوي شتمنۍ په موخه  يې ترسره کوي، نو داجوته خبره ده، کله چې زموږ  ځوانان له پوهنتونونو څخه فارغیږي، ډیري ځوانان   په کلونو کلونو بې روزګاره ګرځي ، خو بیاهم دغه  لړۍ پر هغو ځوانانو اثر نکوي، چې نوي زده کړو ته يې مخه کړې، خو باید د دوی لپاره دولت   لازم اقدامات په لاره واچوي، ترڅو  زموږ ډيري ځوانان  نورهم  زده کړو ته وهڅول شي او خپلې زده کړې ترلاسه کړي.

خوبیاهم هغو ځوانانو ته دو یلو وړ دی، چې کله دوی لوړې زده کړې کوي او په دندو ګمارل کیږي او ځیني نور چې دندې  نه لري، هغوی دې په خپلو پوهې بسنه نکوي، دوی  دې کوښښ وکړي، چې که زمینه ورته برابره  وي، رسمي زده کړې د وکړي او که نشوی کولای،  خو اکادمیکو ځایونو ته دې لوست لپاره ورشي او مطالعه دې  وکړي.

که چیرته هغه وخت  یو زده کوونکي دښوونځي  اویا یو زده کړیال د پوهنتون په  دور ه کې مطالعه کوي، آیا هغه مطالعه  به ډیر ژر د دوی په ذهن  کې کیناستل  او که اوس. نه که فکر وکړو دښوونځي او پوهنتون لړ یوداسې  دوره ده، چې  زده کوونکی او زده کړیالان تنها فکر يې خپلو کتابونو او چپټرونو ته وي، صرف  محدوده مطالعه  لري او هم ورسره دومره وخت  نه وي، چې  دنورو کتابونو لوستنه وکړي، کومه مطالعه چې دوی کوي، هغه هم دخپلو سمینارونو لپاره موضوعګانې چمتو کوي او پرې خبرې کوي، خو بهتره  ده،  که سړی څومره ډیر فزیکي کارونه ولري، ترڅنګ يې یو څه ناڅه مطالعه وکړي ، ډیر  د دوی   د ذهن په روښانولو کې اغیزمن تمامیدلای شي .

باید دخپلو کارونو ترڅنګ  لوست  ته هم ځای ورکړو،  که هغه په کور کې وي اویا په کتابتون کې ، هغه غوره داده، چې خپل ځانونه په مطالعې روږدې کړو. ځکه هغه څو ک چې نوي  مطالعې ته مخه کوي، کله چې کتاب راواخلي یو څو کرښې ولولي، کیداې  شي    زړه به يې په تنګ او ذهن به يې په نورو سوچونو کې غرق وي . نو نباید دغه کار  پریښودل شي، یو څو ورځې  سړی پرځان فشار راوړي  او ورسته بیا دمطالعې په خوند پوهیږي ، چې مطالعه دڅه لپاره او ولې مطالعه  کیږي.  نو پدې سره  ددې پوهنیز ه څانګه  نور هم وده کوي کوم څیزونه چې دې  له کتابونو اخیستي، هغه  له نور سره شریکولای شي.

مطالعه په آرام ذهن باید وشي، ځانګړې وخت  ورته په پام کې ونیول  شي، کوم مضمونونه  چې تحلیلي  او څیړنېز   وي، هغه  لپاره بیل وخت او کوم مضمون چې  یادیږي او دکیسو په بڼه وي، هغه لپاره مناسب وختونه لوستونکي ځان لپاره غوره کړي، چې کوم وخت  دلوستونکي په ذهن کې کوم مضمون ژر ښه کار  کولی شي.

دلوړو زده کړو تراخیستو بیا نورې مطالعې ته مخه کول دا تجارب څرګندوي، چې  په کورتو غوړي واچول شي، نودا په دې مانا چې هغه زده کړو ته لاقوت وربښي او دانسان ذهن داسې روښانه وي، لکه څنګه چې دی په رښتني نړي کې هرڅه پر خپلو سترګو ویني او دمطالعې  په برکت بیا دخیالاتو نړۍ ته  مخه  کوي، چې  کوم څیز يې دخپل ذهن دپراخیتا له مخې کشف یا جوړ کړل نو  بیا انسانان   دورځني  سهولتونولپاره  ګټه  ترینه اخلي.

انسان ډیر عاجز مخلوق دی، خو د توان او پوهې له مخې بیا لوی خدای (ج) داسې پوهه ورباندې لورینه کړېده، چې  دنړۍ  پرسر  غیر له طبیعي موجوداتو چې الله تعالی پیدا کړي، دانورهرڅه  دانسان دلاسونو برکت ده، چې جوړ کړي دي، خو  دا ددوی دعلم او پوهې برکتونه دي، بې له پوهې  هیڅوک نشي کولای چې دغې لوري ته حرکت وکړي، ځکه   بې علمه سړی د ړوند په شان وي.  نو له دې ټولو خبرو جوته شوه، چې  اوس هم وخت شته چې  پرخپلوماشومانو زده کړې وکړو او هغوی د علم لورې ته لاپسې وهڅو. ترڅو  راتلونکي د دوی روښانه او دخلکو د هوساینې په موخه خدمتونه ترسره کړي.

همدارنګه  په لومړي سرکې دقران تلاوت او د دیني کتابونو لوستنه له ټولو کتابونو  ضروري ده، ځکه چې څوک په خپل دین او اسلام کې معلومات ونلري، بیا هغه که څومره  نورو عصري زده کړو ته دوام ورکړي او زده يې کړي ولري، ولې دومره موثر یت نلري، خو دیني زده کړې چې ترڅنګ  کړي وي،  بیا  نورو زده کړ و ته  يې نور هم وده ورکوي.

لوست نه یواځې په کتابونو وشي، بلکې لوست  له ورځپاڼو، مجلو، جریدو  او ټولنیزو شبکو هم کیدای شي، ځکه دا هغه څه دي، چې دورځني موضوعګانو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي، چې دا  مطالعه  په اوسني ځوانان  ډیر ې اغیزې شیندي، چې دټولو لپاره موضوعګانې تازه او هریو ورسره مخ وي.

مهمه ټولو لپاره ګڼو، چې  دلوست فرهنګ  په اړه  لوستي ځوانان، دجوماتونو ملاامامان ، دښوونځیو ښوونکي او قومي مشران  عامه پوهاوی ورکړي، دلوست ښیګڼې او ګټې خلکو لپاره بیان کړي، ترڅو ویده ولسونه له خوبه راویښ او ددې ستر نعمت چې الله (ج) موږ ته راپیرزو کړې مخه کړې.

شیرمحمدامیني ستانکزی