Home خانه

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو په استازي الحاج محمد اکبر ستانکزي وسلوال برید شوی

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو په استازي الحاج محمد اکبر ستانکزي وسلوال برید شوی

stanekzai mp logar 400 په دغه برید کې ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
اکبر ستانکزي نن د جمعې په ورځ غوښتل د پل علم اړوند پادخاب شانه سیمه ته لاړ شي او له یو شمېر پروژو نه د نظارت تر څنګ له خپلو مؤکیلینو سره هم وګوري چې د طالبانو له وسلوال برید سره مخ شو
په دغه برید کې د اکبر ستانکزی یو ساتونکی وژل شوی او د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي دي، پخپله اکبر ستانکزي ته زیان ندی رسېدلی.

پادخاب شانه سیمه په لوګر کې شنګ په نامه بېس ته ۲۰۰ متره نیږدې پرته ده، په دغه سیمه کې د ملي اردو ۱۱ پوستې هم پرتې دي، خو د کابل – پکتیا په لاره تر ټولو نا امنه سیمه بلل کېږي، په دغه سیمه کې هر وخت وسلوال لارې ته راوځي او له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.