Home خانه

دلاسته راوړنو ډک سفر

دلاسته راوړنو ډک سفر

Logar Chaina 400د لوگر والی ښاغلی محمد حلیم فدایی د یو رسمی سفر په ترڅ کې د چین هیواد ته تللی وه چې وتوانید د چین هیواد مشرانو توجه جلب او په ځانګړی توګه به د لوګر ولایت سره د زراعت، معدنونو، لوړو زده کړو، ښې حکومتولۍ، بشري منابعو دروزني، ښاري او کلیوالي پراختیا او انکشاف په برخه کې لازمي مرستي او ملاتړ د رسمي با صلاحیته چینلونو له لارې ترسره کړي.
دغه دولتی اوو کسیز پلاوی نن د محسوسو او ملموسو پایلو او لاسته راوړنو سره یو ځای هیواد ته راستون شو .

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

د ښاغلی محمدحلیم فدایی په هلوځلو سره دا په تیرو دوه میاشتو کې د لوګر څخه ددې ولایت دچارواکو او کارکونکو دریم سفر ده چې یاد هیواد ته کیږي او په راتلونکې کې به هم دا لړۍ روانه وی.
د لوګر والی هڅه کوی ترڅو ددې ولایت د اداراتو فردي او موسساتي وړتیا لوړه او د اولسونو ستونزو د حل پاره سربیره دې هیواد له د ننه څخه، ملی او بین المللی منابع او حل لارې ولټوي
داسې چارواکي د تل په چاروکې بریالي وي