Home خانه

لوګر کې ژورناليستانو په شمشاد راډیو تلویزیون وسلوال برید په سختو ټکو وغانده

لوګر کې ژورناليستانو په شمشاد راډیو تلویزیون وسلوال برید په سختو ټکو وغانده

Logar Zornalist 400 د لوګر د ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې لخوا چې (په شمشاد برید د بیان په آزادۍ برید دی)شعارونه یې لاس کې وه په شمشاد راډیو تلویزیون شوی تروريستي برید په سختو ټکو سره وغانده او د پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا هيله وکړه.
ناسته چې د لوګر په محلي راډیو مهال په انګړ کې ترسره شوه پکې د اطلاعاتو او کلتور ریس محمد شفیق پوپل ولایت ویاند سلیم صالح لوګر د خپلواکو ژورنالیسانو د ټولنې مشر نورالله ستانکزی ددفاع کمیټې مشر مطیع الله سرور مهال راډیو مشر ذاهدالله حسین خیل او ګڼ شمیر محلي رسنیو استازو پکې ګډون کړی و.

دوی د لړم په وولسمه ورځ په مرکز پل علم کې د یوې ناستې په ترڅ کې وویل چې، پر شمشاد برید به د خلکو غږ لا پیاوړی کړي او رسنۍ به په خپلو چاروکې لاهم پایښت ومومي.
د لوګر خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د خوندیتوب کمیټې مسؤل مطیع الله سرور وویل چې، دا ډول بریدونه به د دوی مخه ونه نیسي او په هر ډول شرایطو کې به خپلې دندې ته په ریښتینې ډول ژمن پاتې شي او د حقایقو په رابرسیره کولو کې به د ولسونو حقه حقونو ته انعکاس ورکړي.
د لوګر د خپلواکو خبریالانو ټولنې مشر نورالله ستانکزي وویل چې، دولت دې د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي او پر وړاندې دې شته ستونزې هوارې کړي.
ستانکزی وایي چې، پر شمشاد راډیو ټلویزیون د تیرې ورځې برید دوی سخت اندیښمن کړي او دا برید نه یوازې پر شمشاد؛ بلکې د بیان پر آزادۍ برید دی.
د لوګر د اطلاعات او فرهنګ رئیس محمد شفیق پوپل او د ولایت مقام مطبوعاتي مسؤل سلیم صالح، پر شمشاد راډیو ټلوېزیون شوی برید پر کلکو ټکو وغانده او دا پېښه يې جنګي جنايت ياد کړ.
دوی زیاته کړه، چې په شمشاد برید په اسلامیت,افغانیت او انسانیت برید دی,چې د بیان ازدۍ دښمنان په هېواد کې د رسنیو بریا نه شي زغملی.
په رسنيو وسلوال بریدونه د خبریالانو روحیه لا پياوړې کوي او د تروریستی بریدونو پروړاندې به هیڅکله تسلیم نه شي.
دوی ټینګار وکړ چې، ترهګر له دغه برید سره نه شي کولای د خلکو د ازادۍ غوښتنې غږ چوپ کړي.
لوګر میشت خبریالان وایي چې، دا ډول بریدونه به د دوی مخه ونه نیسي او په هر ډول شرایطو کې به خپلې دندې ته دوام ورکړي، تر څو د دوی په خبره د ولسو نو له حقه حقونو څخه یې د دفاع ترڅنګ د دوی د ستونزو په هوارۍ کې یې مرسته کړې وي.
دوی له دولت څخه و غوښتل چې د داډول بریدونو د مخنیوي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او د خبریالانو پروړاندې د هر ډول ننګونو په له منځه وړلو کې اغیزمن رول ولوبوي.
د ویلو ده چې د لړم پر شپاړسمه نیټه شاو خوا لس بجې په شمشاد راډیو تلویزیون وسلوال برید وشو، چې له امله يې یوتن شهید او ۲۲ تنه نور ټپیان شول او دغه برید په هېواد او بهرکې د بېلابېلو بنسټونو له لوري په کلکو ټکو سره وغندل شو.