Home خانه

د څرخ ولسوالۍ قومي مشرانو د بیارغونې پروژو په پلي کیدو کې دهمکارۍ ډاډ ورکړ

د څرخ ولسوالۍ قومي مشرانو د بیارغونې پروژو په پلي کیدو کې دهمکارۍ ډاډ ورکړ

(لړم-۱۷)

Charkh Logar 400نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې د څرخ ولسوال محمد حنیف حنفي هم موجود و، د څرخ ولسوالۍ د د ګداخیلو له مشرانو سره په کتنه کې د انکشافي پروژو په همکاریو خبرې وشوې.
په دغه لیدنه کې د لوګر والي له څرخ ولسوالۍ څخه د راغلو مشرانو ستونزې واورېدې او د ستونزو د حل په موخه یې اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه تر څو د دوي ستونزې حل شي او هم د مشرانو څخه غوښتنه وشو چې د بیارغونې پروژو کې د همکاریو غوښتنه وشو.

راغلو مشرانو له والي مننه وکړه چې پر وخت یې د ولس ستونزو ته غوږ ایښی او پر وخت یې حل کړي ، راغلو مشرانو والي ته په انکشافي پروژو کې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.