Home خانه

د لوګر ښوونځي د اوړي له رخصتۍ وروسته بیا پیل شول

Maaref Logar 200A د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر

 د لوګر د مرکز او ولسوالیو ښوونځي د اوړي له ۱۰ ورځنې رخصتۍ وروسته نن بیرته پیل شول. د لوګرښوونځي د څلورنیم میاشتنې ازموینې تر اخیستو وروسته د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د لسو ورځو لپاره رخصت شوي وه، چې د دې رخصتۍ په پوره کیدو سره بیرته په ښوونځیو کې د زده کړو بهیرپیل شو.

 

په دې ولایت کې ټول ټال ۲۶۷ فعال ښوونځي شته ، چې په دغو کې د ۴۱۱۳۸ نجونو په ګډون ۱۳۴۷۳۹ تنه زده کوونکي په زده کړوبوخت دي. دغه راز په لوګر کې د دوو انسټیټوټونو په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۶ ښوونځي هم فعالیت کوي. چې کابو ۷۰۴ تنه زده کوونکي لري.
د ښوونځیو ترڅنګ په لوګرکې د یوه دارالعلوم په ګډون ۲۵ درالحفاظونه او مدرسې هم شته ، چې ۴۰۶۵ تنه طالب العلمان په کې په زده کړوبوخت دي.
د یادونې وړده ، چې دمګړۍ په ټول لوګر کې د ښوونځیو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.

په درنښت

د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر

ټلیفون شمیره: ۰۷۰۰۹۲۹۷۳۴