Home خانه

لوګر کې د ۵۰۰ استادانو د روزنې نوی پروګرام پیل شو

لوګر کې د ۵۰۰ استادانو د روزنې نوی پروګرام پیل شو

پل علم ، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبې، لړم ۷ مه

Workshop Logar 1 400د لوګر د ښوونځیو ۵۰۰ نارینه او ښځینه استادانو ته د ظرفیت د لوړولو په هدف د روزنیزو ورکشاپونو لړۍ پیل شوه. 
د یادو روزنیزو پروګرامونو په پرانیست غونډه کې د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې ریاست استازي محمد شفیع ستانکزي، والي محمد حلیم فدایي، د پوهنې رئیس انجینر محمد اکرستانکزي، د دارالمعلمین رئیس محمد قاسم فهیمي او یو شمېر نورو محلي چارواکو برخه اخیستې وه.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه دولس ورځني روزنیز ورکشاپونه د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې ریاست له لوري په عالي دارالمعلمین کې جوړ شول، چې دوه بیلا بیلې دورې لري.
عرب زیاته کړه، چې په دې ورکشاپونو کې د مرکز پل علم په ګډون د محمدآغې، بره کي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۵۰۰ استادان ګډون کوي، چې شاوخوا ۶۰ تنه یې ښځینه ښوونکې دي.
عرب وویل، چې د نوموړو ورکشاپونو د جوړولو موخه د استادانو د ظرفیت لوړول او په نویو معیارونو کې د تدریس د لارو چارو ور ښودل دي.
عرب وایي، چې د پوهنې وزارت په تیرو کلونو کې هم د لوګر د ښوونځیو ښوونکو ته ورته ډېر ورکشاپونه جوړ کړي دي.