Home خانه

کابل- لوګرعمومي سړک څخه تر حصارک کلي پورې۱۱،۲کیلومتره سړک د اساسي جوړیدو کار د۹۷میلیونه افغانۍ په لګښت سره عملي پیل شو

کابل- لوګرعمومي سړک څخه تر حصارک کلي پورې۱۱،۲کیلومتره سړک د اساسي جوړیدو کار د۹۷میلیونه افغانۍ په لګښت سره عملي پیل شو

Hesarak Logar 400 (لړم-۴) د کابل ګردیز عمومي سړک څخه تر حصارک کلي پورې عموي سړک د عملي کار د پیل په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي،د کوچیانو قومي مشر حاجي سالم نعیمزوی، د کیلو، پراختیا او بیارغونې رئیس عاشق الله اخلاصیار، دښار او کور جوړونې ریس انجینر فیصل او د حصارک کلي قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس په وینا چې دغه سړک د کابل – لوګر د عمومي سړک څخه تر حصارک کلي پورې ۱۱،۲ کیلو متره اوږدوالی لري ، چې ۱۵ کلي به سره ونښلوي او د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت لخوا د ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت سره په یوکال کې په اساسي ډول سره جوړیږي.
د کلیو، پراخیتا او بیارغونې ریس په وینا چې پدغه پروژه کې به ډیرو بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې ده چې په لوګر ولایت کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې ریاست لخوا د ۶۰ کیلو متره سړکونو دجوړیدو کارونه همدا اوس روان دي.